د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: هغوی چې امریکا ته راځي باید په مفکوره یې پوه شو


ښاغلی ټرمپ غواړي چې د سیلانیانو فکر د مذهبي آزادۍ، د جنسیت د برابرۍ او د همجنسبازانو د حقونو په اړه معلوم شي
ښاغلی ټرمپ غواړي چې د سیلانیانو فکر د مذهبي آزادۍ، د جنسیت د برابرۍ او د همجنسبازانو د حقونو په اړه معلوم شي

دونالد ټرمپ غواړي د دوشنبې په ورځ هغوی چې امریکا ته راځي د هغوی مفکورو د معلومولو لپاره یوه نوې طریقه راوباسي.

که د ښاغلي ټرمپ وړاندیز عملي شي نو دا به امریکا ته د خلکو د راتگ په پالیسۍ کې لوی بدلون وي.

ښاغلی ټرمپ غواړي که جمهور رئیس وټاکل شي نو "واقعي بهرنۍ پالیسي" به وړاندې کړي او د "هیواد جوړونې" له پالیسۍ به لاس واخلي.

د مهاجرت په اړوند د ښاغلي ټرمپ د نوې پالیسۍ له مخې به حکومت په ټولنیزو رسنیو کې په یو پوښتنلیک کې د هغو کسانو د ملگرو او کورنیو له غړو سره د مرکو او نورو لارو دا معلوموي چې درخواست کوونکی د زغم او پلورالیزم په شان د امریکایي ارزښتونو ملاتړ کوي او که نه؟

دا لا څرگنده نه ده چې څنگه به امریکایي چارواکي د دغه پوښتنلیک رښتینوالي ثابته کړي او دا چې څومره مامورینو ته اړتیا ده چې دغه سخت کار بشپړ کړي. د ښاغلي ټرمپ کمپاین باید دا هم په ډاگه کړي چې آیا میلیونونه سیالانیان چې هر کال امریکا ته د راتللو پر وخت میلیاردونه ډالر مصرفوي د ویزې اخیستلو لپاره به نور اضافي تفتیش ته اړتیا ولري او که نه؟

هغه همداشان غواړي ووایي چې د امریکا متحده ایالاتو ته لازم دي د هر هغه چا سره په گډه کار وکړي چې د اسلامي دولت د ډلې او نورو افراطي سازمانونو د له منځه وړل غواړي که څه هم چې په نورو کارونو کې هغوی له امریکا سره موافق نه وي.

د ښاغلي ټرمپ د پالیسۍ لوړپوړی سلاکار ستفن میلر وایي "د ښاغلي ټرمپ وینا به دا په ډاگه کړي په داسې حال کې چې مونږ خپل ملگري نه شو انتخابولی، مونږ باید تل خپل دښمنان تشخیص کړو."

د جمهوري غوښتونکي گوند د کاندید د بهرنۍ پالیسۍ د دوشنبې د ورځې وینا د هغه د کمپاین په یو سخت حالت کې کیږي.

ښاغلی ټرمپ هڅه کوي چې په خپل پیغام ټینگ ودریږي خو د تیرې اونۍ د اقتصادي مسایلو د وینا په گډون یې د خپلې تگلارې اجنداوی په لمسوونکو اعلامیو سره تیارې کړې دي چې په هغو کې په غلطه د داعش د بنسټ ایښوونکي په توگه د جمهور رئیس اوباما تورنول شامل دي.

له بلې خوا دموکراته کاندیده هیلري کلنتن په دې بوخته ده چې امریکایان په دې متقاعد کړي چې دونالد ټرمپ د هیواد د مشرۍ وړ نه دی. جمهوري غوښتوونکي امنیتي کارپوهان هم وایي چې دغه میلیاردر سوداگر د جمهور رئیس په توگه د نړیوالو مسایلو پوهه نه لري.

XS
SM
MD
LG