د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ مهم ایالتونه وګټل او ټول یې حیران کړل


د رایو وروستۍ نتیجه ښایي چې په راتلونکو دوه یا درې ساعتونو کې څرګنده شي.
د رایو وروستۍ نتیجه ښایي چې په راتلونکو دوه یا درې ساعتونو کې څرګنده شي.

د واشنګټن ډي سي پر وخت د شپې تر یوولسو بجو او دیرشو دقیقو د جمهوري غوښتونکي د ګوند کاندید ډانلډ ۲۳۳ او د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن ۲۰۹ استازي لري.

یو کاندید باید چې لږ تر لږه ۲۷۰ استازي وګټي چې د متحده ایالاتو راتلونکی جمهور رئیس یا جمهور رئیسه شي. ډانلډ ټرمپ د سه شنبې د ورځې په انتخاباتو کې په هغو ایالاتونو کې هم خپلې سیالې ته ماتې ورکړه چې د جمهوري غوښتونکو لپاره یې ګټل تقریباً ناشونی و.

د ډانلډ ټرمپ تر ټولو حیرانونکې بریاوې د فلوریډا، شمالي کاریلونا او اوهایو په ایالتونو کې وې. دا د هغو ایالتونو د جملې نه دي چې خلکو یې دا پریکړه نه وې کړي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې کوم کاندید ته رایې ورکوي.

د متحده ایالاتو ټول پنځوس ایالتونو او واشنګټن ډي سي په آبي او سرو رنګونو ځانګړې شویدي. سره یې جمهوري غوښتونکو او آبي یې دیموکراتانو ته رایې ورکوي خو د انتخاباتو پر وخت د خلکو ټول پام هماغو ایالتونو ته وي چې خلکو یې لا پریکړه نه وي کړي.

XS
SM
MD
LG