د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس انتخاباتو کې زما د سترګو لیدلی حال


په یو ښوونځي کې د انتخاباتو جریان
په یو ښوونځي کې د انتخاباتو جریان

د امریکا د کانگرس د منځنمهاله انتخاباتو لپاره د ورجینیا ایالت د لورتن د ښارگوټي یو ابتدایي ښوونځی د رایو په یوه مرکز بدل شوی وو.

د رایو له دې مرکز نه بهر د کاندیدانو انځورونه لگیدلي و او دوه ځوانې نجونې او یو ځوان هلک ولاړ و چې رایې اچوونکو ته د خپلو کاندیدانو په هکله مالومات، او د رایو پاڼو نمونې ورکړي، څو رایې اچوونکو ته اسانه شي چې بې له کومه جنجاله د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکړي.

د لورتن په ښارگوټي کې د رایو دغه مرکز د سهار په شپږو بجو پرانستل شو او د ماښام تر اوو بجو پورې به د رایو اچونکو لپاره خلاص وي.

که څه هم اټکل شوی وو چې د جمهوري ریاست د ټاکنو یا انتخاباتو په پرتله به په منځمهالو ټاکنو کې لږ خلک د رایو مرکزونو ته راشي، خو د رایو اچوونکو د راتگ بهیر زما تر خپل اټکل هم ډیر ورو وو.

تر دې مخکې په کال ٢٠١٢ کې زه د جمهوري ریاست د ټاکنو په وخت هم دې مرکز ته تللې وم، هغه وخت د مرکز د دروازې د پرانستل کېدو له مخه سلگونه خلک په قطار کې ولاړ وو او د رایو اچونو لپاره یې انتظار ایست. خو نن سهار اکثره خلک چې راغلي وو، د پاخه عمر رایې اچوونکي وو. د ځوانانو شمیر ډیر کم لیدل کېدو.

د امریکا د مشرانو جرگې دپاره د ورجینیا له ایالت څخه نن درې کاندیدان سیالي کوي، چې دموکرات کاندید، سناتور مارک وارنر، جمهوري غوښتونکی کاندید روبرت سروس او یو هم لبیترین یا ازدي غوښونکی کاندید دی.

اوس مهال د امریکا د مشرانو جرگې یا د سنا مجلس د ورجنیا ایالت څوکۍ د دموکرات سناتور مارک وارنر په لاس کې ده. جمهوري غوښتونکي نن هڅه کوي چې د دغې څوکۍ تر څنگ په ټوله امریکا کې پنځه نورې څوکۍ له دموکراتانو نه د سنا په مجلس کې وگټي.

که چیرې په سنا کې جمهوري غوښتونکي د دموکراتانو نه شپږ څوکۍ وگټي د ولسي جرگې تر څنگ د سنا په مجلس کې به هم د ولسمشر اوباما سیال جمهوري غوښتونکی گوند اکثریت ولري.

د امریکا د ولسي جرگې لپاره له ورجینیا ایالت څخه نن د یوولسو څوکیو لپاره د دواړو گوندونو کاندیدان سیالي کوي.

دغه ایالت په یوولسو حوزو ویشل شوی دی او د هرې حوزې څخه به یو استازی ولسي جرگې ته انتخابیږي. اوس مهال په ولسي جرگې کې د ورجینیا ایالت له یوولسو استازو څخه اته جمهوري غوښتونکي او پاتې درې دموکراتان دي.

له ورجینیا ایالت څخه جمهوري غوښتونکي په ولسي جرگې کې اکثریت دي او اټکل کیږي چې په نننیو ټاکنو کې به د اتو څوکیو د گټلو سره بیا هم اکثریت پاتې شي.

د رایو اچولو سیسټم

د رایو اچولو لپاره مرکز ته له ور ننوتلو نیولې بیا د رایو د اچولو لپاره ایښودل شوي ماشین پورې تلل یواځې څو دقیقې وخت وو چې سړی خپله رایې واچوي. هر رای اچونکی به د حکومت لخوا ورکړل شوی کارډ، لکه د موټر چلولو لیسانس، د پوهنتون کارد، پاسپورټ یا بل کوم کارډ ښکاره کاوه، او خپله رایې به یې اچوله.

د رایو د مرکز شا او خوا نه کوم امنيت نیول شوی وو او نه د خلکو د گڼې گوڼې د مخنیوي لپاره د انتخاباتو کارکوونکي گمارل شوي وو. هر څوک په قطار کې ولاړ او د خپل وار انتظار یې استلو.

په څو ساعتونو کې چې ما په مرکز کې تېر کړل، نه مي د چا شکایت واورېد، نه د رایو اچولو د مشکل یا کارکوونکو څخه چا سر وټکاوو، او نه چا دا وویل چې په رایو اچولو کې څه مشکل ورته پېښ شوی وو.

الکترونیکي رایو اچولو سیسټم او د خلکو پوهې لکه چې کوم جنجال یا شکایت ته ځای نه وو پرې ایښی.

د انتخاباتو پایلې

د رایو مرکزونه به نن ماښام په اوو بجو وتړل شي، او د رایو د نتیجو مالومېدل به په څو ساعتونو کې دننه پیل شي. د امریکا په انتخاباتو کې اکثره تر نیمې شپې پورې د زیاتو رایو پایلې مالومې شوې وي، او د پاتې رایو شمیرنه دوام ولري. د شپې تر پایه د انتخاباتو نتیجې مالومې شوې وي. د ورجینیا ایالت د نن ورځې د انتخاباتو رایې به هم د اټکل له مخې د شپې تر پایه مالومې شي.

XS
SM
MD
LG