د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او کارسن د خپل ګوند په کاندیدانو کې مخکښ دي


د امریکا د 2016 کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ وایي چې د غیرې قانوني مهاجرینو د مخنیوي لپاره پکار ده چې د متحده ایالاتو په سرحد کې امنیتي دیوال جوړ شي.

د نیویارک ټایمز او د سي بي ایس تلویزیون نوې سروې چې د سپتمبر د ٩ څخه تر ١٣ نیټې پورې شوې دا ښیي چې ډنلډ ټرمپ لاهم مخکې دی او په سلو کې ٢٧ په سلو کې ملاتړ لري لدې مخکې هغه ٢۴ في صده ملاتړ درلود.

خو متقاعد جراح او د جمهوري غوښتونکو د ګوند بل کاندید بن کارسن په دویم نمبر دی او ٢٣ فيصده ملاتړ لري. لدې مخکې تر سره شوې سروې چې د جمهوري غوښتونکو د لومړي بحث نه مخکې د اگست په اوایلو کې شوې وه،هغه ٦ فيصده ملاتړ درلود.
ډانلډ ټرمپ چې د همدې تیرې دوشنبې په ورځ یې د ټکساز ایالت د ډالاس په ښار کې خپلو پلویانو ته وینا کوله، یو ځل بیا یې د جنوبي امریکا نه د غیرې قانوني مهاجرو د مخنیوي لپاره د دیوال د جوړیدو غوښتنه وکړه.

" مونږ باید چې دا دیوال جوړ کړو ځکه چې حتماً نتیجه ورکوي. که تاسو اسرایل ته ولاړ شئ او ترې پوښتئ چې آیا د هغوي دیوال نتیجه ورکړیده نو هر څه به درته پخپله روښانه شي. دیوالونه نتیجه ورکوي. "

ډانلډ ټرمپ غواړي چې د مکسیکو سره په سرحد کې دیوال جوړ کړي. هغه همدارنګه وایي چې د امریکا نه دې هغه مهاجر هم وایستل شي چې د اوسیدو قانوني اسناد نلري.

بل پلو بیا په ډالاس کې چې اکثره اوسیدونکي یې د جنوبي امریکا اتباع دي، خلکو د ډانلډ ټرمپ د دغو څرګندونو په خلاف مظاهره کړې وه. خلکو ویل هغه غواړي چې امریکایان سره وویشي او مونږ دا نه غواړو.

XS
SM
MD
LG