د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکي د نومبر انتخاباتو کې بری د ځان گڼي


جمهوري غوښتونکي د نومبر انتخاباتو کې بری د ځان گڼي
جمهوري غوښتونکي د نومبر انتخاباتو کې بری د ځان گڼي

د امریکا د جمهوري غوښتونکو د ملي کمیټې رئیس اټکل کوي چې د نوامبر د دوهمې نیټې په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکي به د کانگرس اکثریت څوکۍ په انتخاباتو کې وگټي، خو د دموکرات د ملي کمیټې رییس اټکل کوي چې نتایج به ډیرسره نژدې وي.

میچل سټیل د جمهوري غوښتونکو نه او ټم کیین د دیموکراتانو نه یکشنبې په ورځ د تلویزیون په بیلوبیلو پروگرامونو کې برخه واخیستله.

مېچل سټیل این بی سي ته وویل چې جمهوري غوښتونکي به د کانگرس له ۴٣٥ څوکیو نه ډیر شمیر یې وگټي.

ده همدارنگه په احتیاط وویل چې ممکن په سنا کې هم دوی اکثریت لاس ته راوړي.

په سنا کې ٣٧ څوکی خوشې کیږي چې باید له سره ورته انتخابات وشي.

ده وویل امریکایان دې نه مایوسه شوي دي چې دموکراتان څنگه د فدرال حکومت چلوي.

کیین وویل دی په دې فکر دی چې دموکراتان به په کانگرس خپل اکثریت وساتي. او هغه څه چې اټکل کیږي هغومره به ونه بایلي.

XS
SM
MD
LG