د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ټاکنو کې د آیووا د گوندي انجمن اهمیت


ه آیووا کې بریالیتوب په گوندي او یا ملي انتخاباتو کې د بشپړه بریالیتوب په معنی نه دي.
ه آیووا کې بریالیتوب په گوندي او یا ملي انتخاباتو کې د بشپړه بریالیتوب په معنی نه دي.

د ۱۹۷۲ کال راهیسې د آیووا په ایالت ې گوندي انجومنونه د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو د رای ورکولو لومړني پړاو گڼل کیږي. د امریکا د جمهوري ریاست د هرې دورې لپاره د آیووا د گوندونو دننه انجومنونه ټاکل کیږي. په آیووا کې د ٢٠١٦ کال د گوندي انجومنونو د ټاکلو نیټه د فبرورۍ لومړی نیټه ټاکل شوې ده.

په ٢٠١٦ کال کې د آیووا په ایالت کې د گوندي انتخاباتي مرکزونو شمیر ۱۷۴۴ ته رسیږي چې په کلیساو، کتابتونونو، ښوونځیو او نورو عامه ځایونو کې جوړیږي.

ټاکل شوې چې د آیووا گوندي ټولنې (آیووا کاکس) د دوشنبې په ورځ د ماښام په اوه بجو پیل شي. دواړه گوندونه جمهوري غوښتونکي او دموکراتان خپل گوندي انجومنونه د آیووا ایالت په مختلفو مرکزونو کې جوړوي.

د آیووا ایالت کنوانسیون د هر گوند د انتخاباتي رایو یوه برخه گڼل کیږي. خو په عمومي توگه دې ایالت ته د رسنیو پاملرنه په دې خاطر زیاته ده چې د آیووا د گوندي انجومنونو په وړاندوینو کې د جمهوري ریاست کوم کاندید د خپل گوند نوماند کیږي او کوم کاندید له انتخاباتي مبارزې څخه وځي.

د "د گوندي انجونونو د جنجالونو" د کتاب لیکوال دیود پرایس د امریکا غږ ته وویل چې گوندي انجومنونه په دې خاطر مهم دي چې د ټاکنو حرکت لوری ټاکي.

هغه وویل "د گوندي انجومونو تاریخ ته په پاملرنېز د راتلونکو چانسونو لپاره باید کاندیدان د هغو دریو کاندیدانو په کتارونو کې ودریږي چې د گوندي انجومنونو زیاتې رای ترلاسه کړې وي.."

ښاغلي پرایس وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو دوو جمهورو رئیسانو – بارک اوباما او جورج ډبلیو بوش – د آیووا په ایالت کې بریالي نه شول خو بالاخره په ملي سرتاسري انتخاباتو کې بریالي شول.

خو د هغه په اند تل داسې نه وي، چې د آیووا په گودنډی انجومنونو کې بریالي کاندیدان دې په گوندي او ملي انتخاباتو کې هم بریالي شي.

جمهوري غوښتونکي او دموکراتان

"کاکس" د یو گوند د غونډې یا انجمن په معنی دي چې په ترڅ کې یې د دواړو گوندونو غړي د مخکښو کاندیدانو په اړه بحث کوي او رای اچوي. د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي او دموکرات گوندونو گوندي انجومنونه معمولاً د انتخاباتي کال په لومړیو کې دایریږي.

په گوندي انجومنونو کې د انتخاباتو پروسه تر ډیره پیچلې ده. د دواړو گوندونو حزبي انجومنونه سره ورته دي خو په ځینو مواردو کې توپیر لري. هغه څه چې بادی ددغو انجومنونو په اړه زده کړو هغه دادي چې دا گوندي انجومنونه د ابتدایي ټاکنو په بڼه دي چې په ترڅ کې یې هغه کاندیدان چې زیاتې رای ترلاسه کوي، بریالي اعلانیږي.

خو په گوندي انجومنونو کې د رای ورکولو پروسه د ابتدایي انتخاباتو په پرتله یو څه توپیر لري. گوندي انجومنونه یو څه وخت نیسي او په ترڅ کې یې د پاملرنې وړ ایالت د گوندي انتخاباتو استازي انتخابیږي او د مختلفو کاندیدانو په اړه بحث کیږي. په گوندي انجومنونو کې یواځې او یواځې راجستر شوي دموکرات او جمهوري غوښتونکي رای ورکوونکي کولای شي گډون وکړي.

د آیووا ایالت د ٩٩ ناحیو څخه جوړ شوی او گوندي انجومنونه هم د ٩٩ ناحیو ته استازي ټاکي. د هر کاکس یا غونډې د جوړولو هدف دادی چې د اړوند ناحیې د کنوانسیون لپاره استازی وټاکي او هر کاکس د خپلې ساحې د نفوس په بنسټ د هماغه ناحیې کنوانسیون ته استازی لیږي. د هرې ناحیې د کنوانسیون استازي بیا نور استازي ټاکي چې ایالتي کنوانسیون ته لاړ شي. بیا د ایالتي کنوانسیون استازي د هر گوند ملي کنوانسیون ته استازي انتخاب او استوي.

جمهوري غوښتونکی گوند په ټول هیواد کې ۲۴۷۲ استازي لري. په گوندي انتخاباتو کې د یو کاندید د بریالیتوب لپاره باید هغه کاندید ۱۲۳۶ استازي ولري چې جمهوري ریاست ته د خپل گوند د نوماند په توگه معرفي شي. د جمهوري غوښتونکي گوند د آیووا ایالت د استازو شمیر ٣٠ تنو ته رسیږي چې د جمهوري غوښتونکو د ټولو استازو ١،٢ فیصده جوړوي.

د دموکرات گوند په گودني انجومنونو کې گډون کوونکي د خپل پام وړ کاندید په اساس په کوچنیو ډلو ویشل کیږي. هغه ډلې چې د یو کاکس لږ تر لږه د ١٥ فیصده گډون کوونکي په کې نه وي راغونډ شوي منحل کیږي او د نورو "عمده" ډلو سره چې ١٥ فیصده گډون کوونکي ولري یوځای کیږي. د مختلفو ډلو غړي د خپل پام وړ کاندید په گټه په کاکس کې تر هغه کمپاین کوي چې یوه ډله د بلې ډلې په پرتله مهمه شي او د غونډې د استازو رای ترلاسه کړي.

د دموکرات گوند په ټوله امریکا کې ۳۶۳۵ استازي لري او د آیووا په ایالت کې یې د غړو شمیر ۵۲ تنه دی.

په آیووا کې بریالیتوب

هغه کاندیدان چې د آیووا ایالت په گوندي انجومنونو کې زیاتې رای گټي په عمومي توگه د انتخاباتي دورې ترپایه کمپاین کوي. هغه کاندیدان چې په آیووا کې کمې رای ترلاسه کوي په عمومي توگه د آیووا د گوندي انجومونونو تر غونډو ورسته له کمپایت څخه لاس اخلي او یا پر شا کیږي او یا هم د کوم بل کاندید ملاتړ کوي. خو تل داسې هم نه ده.

په ۲۰۰۸ کال کې بارک اوباما د ۳۷ په سلو کې رایو په گټلو سره د آیووا ایالت کې د دموکرات گوند گټونکی شو او بالاخره د ٢٠٠٨ کال په نومبر کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې بریالی شو.

د آیووا ایالت د جمهوري غوښتونکي گوند کاکس په ٢٠٠٨ کال کې د ارکنساس ایالت پخوانی والي مایک هکبی وگاټه او درې میاشتې وروسته د هغه څخه د اریزونا د سناتور، جان مکین په گټه د کمپاین نه ووت او سناتور جان مکین بالاخره په گوندي انتخاباتو کې بریالی شو او په ملي انتخاباتو کې یې د بارک اوباما پر وړاندې ماتې وخوړه.

په ۱۹۹۲ کال کې د امریړا د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر بل کلنتن، په آیووا کې یواځې دوه عشاریه اته رای ترلاسه کړې او سناتور تام هرکین ۷۶،۴ فیصده رای خپلې کړې، خو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې بالاخره کلنتن بریالی شو.

په ۲۰۱۲ کال کې هم ریک سنتورم په آیووا کې بریالی شو خو په پای کې مت رامني د جمهوري غوښتونکي گوند نوماند شو.

په آیووا کې بریالیتوب په گوندي او یا ملي انتخاباتو کې د بشپړه بریالیتوب په معنی نه دي، خو په عمومي توگه هغه کاندیدان چې په آیووا کې بریالي کیږي په گوندي او ملي انتخاباتو کې د بریالیتوب زیات چانس لري.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG