د لاس رسي وړ اتصالات

نن د امریکا انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د بري گمان کیږي


نن د امریکا انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د بري گمان کیږي
نن د امریکا انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د بري گمان کیږي

تاریخ ښيي ، هغه گوند چې په سپینه ماڼۍ کنټرول لری ، په عمومي توگه د نوي جمهوررئیس د لومړۍ منځنۍ دورې په انتخاباتو کې په کانگرس کې څوکۍ دلاسه ورکوي او د انتخاباتو څیړونکي او سیاسي ماهران په څرگنده توگه نننیو انتخاباتو ته اشاره کوي.

په حقیقت کې یو شمیر مجرب سیاسي څارونکي اوس وايي، احتمال لري جمهوریت غوښتونکي په ولسي جرگه کې پنځوس فیصده څوکۍ لاس ته راوړي چې په اوس وخت کې ډیموکراتان پکې اکثریت دي او نهه دیرشو څوکیو ته ضرورت لري چې پدې سره په ولسي جرگه کنټرول ټینگ کړي او دا په اسانۍ سره لاس ته راوړی شي.

د ولسي جرگې ټولې ۴٣٥ څوکۍ به په خطر کې وي مگر ماهران وايي، یوازی دڅلورمې ربعې لپاره به رښتینې سیالئ وشي.

نن د امریکا انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د بري گمان کیږي
نن د امریکا انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د بري گمان کیږي

جمهوریت غوښتونکی توقع لری چې په سنا کې به زیاتی څوکې لاس ته راوړی خو اکثره ماهران وايي، دوی به په سنا کې لس څوکې لاس ته رانه وړی چې د اکثریت د پوره کولو لپاره ورته ضرورت لري.

په روان کال کې د مشرانو دجرگې له سلو څوکیو نه دوه دیرش څوکیو لپاره سیالی کیږی.

دجمهوررئیس بارک اوباما په شمول ددواړو گوندونو مشرانو کوښښ کاوه چې دانتخاباتی مبارزی په وروستیو شیبوکې خپلوپلویانو ته خبری وکړی اوراټول ئې کړی. ښاغلې اوباما پخپل پلرني ایالت ایلونای کې خبرې وکړې:

"که هرهغه څوک چې په دوه زه اتم کال کې ئې دبدلون لپاره مبارزه کړی وه، په دوه زره لسم کال کې راښکاره شی نو موږبه دغه انتخابات وگټو".

جمهوریت غوښتونکی توقع لری چې دعامه افکارو له سروی گانونه گټه واخلی. په دغو سروی گانو کې ښودل شویده چې امریکایان داقتصاد او کارونو په باره کې اندیښنه لری اوپه کانگرس کې د بدلونونو لپاره تیار دي.

دکانگرس پخوانی جمهوریت غوښتونکی غړی ډیک ارمی له تیرکال نه راپدی خوا محافظه کاران او دټی پارټې تحریک سره راغونډل . دا دعامی طبقی یوه ډله ده چې توقع ده چې دانتخاباتو په ورځ دجمهوریت غوښتونکو په طرفداری رایه ورکړی. ارمې وايي:

"جمهوریت غوښتونکی گوند بالاخره پدی تیرکال کې زده کړه چې امریکایانوته غوږ ونیسی نوهمداعلت دی چې جمهوریت غوښتونکی گوند به انتخابات وگټی".

د دوه زره شپږم کال دمنځنی دوری په انتخاباتو کې جمهوریت غوښتونکو په کانگرس باندی کنټرول د لاسه ورکړی واود ډیموکراتانو لاس ته ورغلی و.د دوه زره اتم کال په انتخاباتوکې ډیموکراتانو اکثریت لاس ته راوړی و چې ښاغلې اوباما دجمهوری ریاست مقام وگاټه .

دویرجینیا دپوهنتون استاد لاری سباتو وايي، کمزوری اقتصادی حالت جمهوریت غوښتونکو ته دروازه خلاصه کړه چې په روان کال کې په کانگرس کې بیا اکثریت لاس ته راوړی.

XS
SM
MD
LG