د لاس رسي وړ اتصالات

نن د امریکا د جمهوری ریاست دپاره انتخابات کیږي


elections
elections
په ملیونو رای ورکوونکو د وختې رای اچونې د قانون له مخې ، دوخته رای ورکړیدی. خو د هر ایالت د رای اچوونی د مرکزونو نه داسی ښکاری چه ښاغلی اوباما په دومره کم تفاوت مخکی دی چه احتمال لری د فلوریدا نه پرته په نورو دغو مهمو ایالتونو کی دواړه ډیر سره نژدی وی، او د انتخاباتو سرنوشت ورپوری تړلی دی
د امریکا جمهورریس براک اوباما او جمهوري غوښتونکي رقیب یې، مېت رامني، د جمهوری ریاست د انتخاباتو په موقع په مهمو ایالتونو کی رای ورکوونکو ته خپلې نهایی وینا گانی وکړی چه وکړی شی په رایو کی ، چه بیخې سره نژدی دی بدلون راولی.
جمهورریس براک اوباما د ویسکانسن په ایالت کی رامنی په دی تورن کړ چه کوشش کوی د تیرو وختونو بدی او خرابې نظریی بیرته سره یو ځای کړی او وی ویل چه دغه ملک د منځنی طبقی د خلکو د قوت نه پرته نه شی کامیابیدی.

زمونږ مبارزه ادامه لری او دا ځکه چه مونږه پوهیږو چه امریکا تل ښه اجراات کړی دی. مونږ تل په دی خوشحاله شوی یو چه هر چا ته ښه فرصت برابر شوی او ښه ونډه یی اخستی ده او هر کس د یو قانون لاندی ژوند کوی . دغه زمونږه عقیده ده. ځکه تاسو په دوه زره او اتم کال زه انتخاب کړم، او ځکه زه ، د امریکا د جمهوری ریاست دویم دور ته مبارزه کوم.

ښاغلي رامنی فلوریدا په ایالت کی خپلو پلویانو ته وویل، دموکرات رقیب یی خپلې هغه ژمنې او وعدې چه د دوه زره او اتم کال په انتخاباتی مبارزو کی کړې وی ، هغه یی پوره نه کړی.
زما مقصد دادی چه جمهورریس خو د بدلونو ډیری وعدې کړې وې، مگر بدلون خو یواځی په بیانونو او خبرو نه راځی. باید سړی وگوری چه څومره پرمختگونو شویدی، او څلور کاله مخکی، اوباما وعده وکړه چه ډیر څه کوی، اما ډیری وعدی یی پوره نه شوی کړای.
امریکایی سیاسی تحلیگران وایی، د پنځوسو ایالتونو یو شمیر به ننی انتخابات تعیین کړی چه براک اوباما یا رامنی یی وگټی.
د امریکا د جمهوری ریاست د انتخاباتو تصمیم د عامو ملی رایو په اساس نه بلکه د گوندی انتخاباتی سیستم په اساس کیږی چه د هر ایالت اهمیت د نفوسو په تعداد پوری مربوط دی چه د انتخاباتو په نتیجو اثر اچوی.

د جمهوری ریاست د انتخاباتو سره جوخت د ولسی جرگې د 435 څوکیو او د سنا د جرگی د سلو څوکیو د جملی نه 33 څوکیو ته هم انتخابات کیږی.
تحلیلگران وایی جمهورری غوښتونکی به په ولسی جرگی کی اکثریت ولری ، مگر د جمهورریس دموکراتیک گوند به د سنا په جرگه کی کم اکثریت وساتلی شی.
XS
SM
MD
LG