د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ټیډ کروز ادعا کوي چې هغه په خپل گوند کې یواځیني کاندید دی چې د ډانلډ ټرمپ مقابله کولی شي.

سبا د سې شنبې په ورځ په مشیگن کې د جمهوري غوښتونکو د کاندیدانو تر منځه گوندي انتخابات ترسره کیږي.

د شنبې په ورځ په انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ او ټیډ کروز مخکې کیدو د جمهوري غوښتونکي گوند اساسي او مهم غړي اندیښمن کړیدي. هغوي کوشش کاوه چې مارکو روبیو گټلې وی.

ډانلډ ټرمپ پرون وویل چې اوس وخت رارسیدلی دی چې مارکو روبیو د خپلې کاندیدۍ نه تیر شي. هغه وویل چې زه غواړم د ټیډ کروز سره یو په یو مخامخ شم.

د جمهوري غوښتونکي گوند کاندیدانو پرون د یکشنبې په ورځ د پورتریکو په سیمه کې انتخاباتي کمپاین پیل کړ او د سې شنبې په ورځ به په مشيگن، مسیسپي، اډاهو او هوايي کې انتخابات وشي.

د دیموکرات گوند نه هلري کلنټن د لوزیانه په ایالت کې د خپل سیال برني سینډرز نه گوندي انتخابات وگټل او د کینساس او نبراسکا په ایالتونو کې بیا برني سینډرز وگټله.

XS
SM
MD
LG