د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او سندرز د نیو همشایر مقدماتي انتخابات وگټل


دغه دواړه کاندیدان د واشنګټن د سیاستونو سرسخته مخالفان دي.
دغه دواړه کاندیدان د واشنګټن د سیاستونو سرسخته مخالفان دي.

هېلري کلنټن په نیو همشایر کې ماتې ومنله او د خپل دموکرات گوند سیال کاندید برني سندرز ته یې تلیفوني مبارکي ورکړه.

د دمو کرات گوند برني سندرز او د جمهوري غوښتونکې گوند ډانالډ ټرمپ د نیو همشایر په ایالت کې د جمهوري ریاست دپاره مقدماتي گوندي انتخابات وگټل.

هیلري کلنټن په نیو همشایر کې د دموکرات گوند په خپلمنځي سیالیو کې ماتې ومنله او سیال کاندید برني سنډرز ته یې تلیفون وکړ او مبارکي یې ورکړه.

د نیو هامپشایر په ایالت کې د ګوندي انتخاباتو نه وروسته د جمهوري غوښتونکو دوه کاندیدانو د خپلو کاندیداتورۍ نه د لاس اخیستو اعلان وکړ.

د نیوجرسي د ایالت والي کریس کریسټی چې د نیوهامپشایر په انتخاباتو کې یې شپږم مقام ګټلی و او د یوې ټکنالوژۍ د کمپنۍ پخوانۍ اجرایه رئیسې کارلي فیورینا دواړو اعلان وکړ چې د 2016 کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندید کیدو نه تیر شول.

میرمن فیورینا د نیو هامشایر په ګوندي انتخاباتو کې اوم مقام اخیستی و.

راتلونکي ګوندي انتخابات د نیواډا او شمالي کارلیونا په ایالتونو کې کیږي .

د امریکا په محلی وخت د سه شنبی په ماښام په ٧ بجو په نیو همشایر کی رایه اچول پای ته ورسیدل، خو د رایو د وخت د ختمیدو ورسته هم په ځینو مرکزونو کې خلک لا په قطارونو کې ولاړ ول چې خپلي رایه واچوي.

د نیو همشایر ایالت د مانچستر ښار يوي اوسیدونکی کیت لینن وویل، هوا لږه غوندی سړه ده خو زه ولاړه یم او رایه می دونالډ ټرمپ ته ورکړه.

لورین بومن چې د رایه ورکولو نه وروسته یی د ماښام ډوډۍ خوړله وویل، سړۍ هوا د خلکو مخه ونه نیوله د ددی انتخاباتی حوزی ته یی ځانونه را ورسول.

د رايو د گټلو ورسته د دموکرات گوند برني سنډرز او هلیري کلنټن د نتایجو ورسته خپلو پلویانو ته ویناوي وکړي او لږ وخت وروسته دانالد ټرمپ خپله د بري وینا وکړه.

XS
SM
MD
LG