د لاس رسي وړ اتصالات

د دیموکرات په گوند کې د درز نښې نښانې


هلري کلنتن - ٢٢٩١ استازي گټلي او برني سندرز - ١٥٢٨ استازي گټلي دي
هلري کلنتن - ٢٢٩١ استازي گټلي او برني سندرز - ١٥٢٨ استازي گټلي دي

د امریکا د جمهوري ریاست د مقام لپاره د مقدماتي انتخاباتو په لړ کې په کینټکي او اوریگن ایالتونو کې د دیموکرات گوند د دوو کاندیدانو هلري کلنټن او برني سینډرز تر منځ سیالي وشوه.

د ورستیو رپوټونو پر اساس د کینټکي په ایالت کې ٩٩ فېصده رایې شمیرل شویدي. د دواړو کاندیدنو تر منځ ډیره سخته سیالي وشوه. د رایو د شمیرلو نه ورسته کلنټن ۴٦.٧ او برني سینډرس ۴٦.٣ رایې ګټلي‌ دي.‌

ښاغلی سندرز چې د اورگن ایالت یې وگاټه، په کنتکي کې ملاتړو ته د وینا په ترڅ کې تارواضي ښکاریده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات

د امریکا ډیموکرات ګوند، څنګه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته خپل وروستی کاندید انتخابوي؟

ډیموکرات​ان:

د ګوند له خوا د کاندېدیدو لپاره ډیموکرات کاندید د ۲۳۸۳ ایالتي ګوندي استازو پلوۍ ته اړتیا لري، د جمهوري ریاست په عمومي انتخاباتو کې د خپل ګوند کاندید شي.

د مۍ تر دوه وېشتمې پورې هېلري کلنټن د استازو شمېر: ۲٢۹۳

د مۍ تر دوه وېشتمې پورې د برني سندرز د استازو شمیر: ١۵۳۳

د هغو ایالتونو د استازو شمیر چې تر اوسه په کې ډیموکرات ګوند مقدماتي انتخابات نه دي کړي ۹۳۹ دی.

جمهوري غوښتونکي​:

د ګوند له خوا د کاندیدیدو لپاره د جمهوري کوند کاندید د ١٢٣٧ ایالتي ګوندي استازو پلوۍ ته اړتیا لريؤ چې د ولسمشریزور په عمومي انتخاباتو کې د ګوند کاندید شي.

د مۍ تر دوه وېشتمې پورې د ډنلډ ترمپ د استازو شمیر: ۱۱۶۱

د هغو ایالتونو د استازو شمېر چې تر اوسه په کې جمهوري غوښتونکوګوند مقدماتي انتخابات نه دي کړي ۴۰۲ دی .

د جون په اوومه نېته به په کلفورنیا، مونتانا، نیوجرسي، نیومکسیکو، شمالي دکوتا او جنوبي دکوتا ایالتونه به د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ترمنځ یوه بله لویه انتخاباتي مبارزه کیږي.

هغه وویل، «اجازه راکړئ چې د کنتکي د خلکو نه مننه وکړم چې مونږ بیا هم کم تفاوت درلود خو زه دومره ترې راضی نه یم ځکه دلته که ته په کوم گوند اړه ونلرې نو د رایی حق هم نلرې. دا هغه ځای دی چې په دوه زره اتم کې میرمن کلنتن د دوه لکه پنځوس زرو رایو په تفاوت جمهور رئیس اوباما ته ماتی ورکړه، خو مونږ د استازو نیمایي رایې ځانته وگټلې.»

​د مستقلو رایو ورکونکو په سر وروستی نیوکه ددې سبب شوې چې د سندرز ملاتړي په شدت سره ځواب ورکړي او دا د دیموکرات په گوند کې د یو ډول درز څرگندونه کوي.

د کنتکي د پایلې اعلان هم دومره مهم پدې نه دی چې ددې ایالت استازي د دواړو کاندیدانو ترمنځ مساوي ویشل شوي دي.

سندرز دیته اړتیا لري چې ددې نه وړاندې د پاتی استازو پنځه اتیا فیصده باید وگټي څو د میرمن کلنتن نه مخې ته شي او نوماندي وگټی.

دیموکراتان به لدې نه وروسته د جون په څلورمه او پنځمه په ویرجین آیرلند او پورتو ریکو کې رایی واچوي چې د استازو شمیر یې د میرمن کلنتن دپاره دومره ندی چې د استازو لازمي شمیر یې ورباندې پوره شي. خو داسې ویل شوي چې د جون په اومه به د شپږو ایالتونو د رایو په یو ځای کیدو هغی ته دا چانس برابر شي.

د متحده ایالاتو د کنتکي په ایالت کې-

هلري کلنتن - ٢٧ استازي وگټل

برني سندرز - ٢٧ استازي وگټل

د متحده ایالاتو د اوریگن په ایالت کې -

برني سندرز - ٢٨ استازي وگټل

هلري کلنتن - ٢۴ استازي وگټل

هلري کلنتن --- د ٢٣٨٣ ضروري استازو له ډلې څخه --- ٢٢٩١ استازي گټلي دي

برني سندرز--- د ٢٣٨٣ ضروري استازو له ډلې څخه --- ١٥٢٨ استازي گټلي دي

چې پدې کی پلیجد دیلیگیتس او سوپر دیلیگتس شامل دی.

پلیجد دیلیگیتس د ایالت د مقدماتي رایو پر اساس ملاتړ کولای شي

او سوپر دیلیگیتس، هر کاندید چې زړه یې وي، ملاتړ یې کولای شي یعنی د مقدماتي رایو پر نتیجې اړه نلري. او د استازو شمیر د گوندونو د نوماندۍ تر غونډی پورې چې په جولای کی کیدونکې ده، نشي نهایي کیدای.

دا پداسې حال کې ده چې د جمهوري غوښتونکو یوازنی کاندید دانلد ترمپ وایی دیته چمتو دی چې د شمالي کور یا د اتمی پروگرام دمخنیوي دپاره د هغه هیواد مشر کیم جونگ اون سره خبرې وکړي. هغه وویل ، «زه به ورسره خبرې وکړم. زه د هغه سره دخبرو په برخه کې هیڅ کومه ستونزه نلرم.»

خو هغه د چین په تړاو داسې اشاره وکړه، «په عین وخت کې به زه پر چین زیات فشار واچوم ځکه له اقتصآدي اړخه مونږ پر چین بر لاسې یو.»

او کله چې خو دا چې دی به د شمالی کوریا سره څنگه معامله کوي، له رسنیو سره یې د جزییاتو له شریکولو نه ډډه وکړه. پر ښاغلی ترمپ باندی یوه نیوکه دا ده چې هغه د بهرنیو اړیکو په برخه کې هیڅ ډول تجربه نلري.

XS
SM
MD
LG