د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د اتو هیوادونو پروازونو کې د الکترونکي وسایلو انتقال منع شوي


دغه بندیز د مارچ له ٢٥ څخه پلی کیږي او نهه هوایي شرکتونه په کې شامل دي
دغه بندیز د مارچ له ٢٥ څخه پلی کیږي او نهه هوایي شرکتونه په کې شامل دي

د اتو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د عمده هوایي ډگرونو څخه امریکا ته په راتلونکو پروازونو کې په الکترونیکي وسایلو بندیز لگول شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د عربي متحده اماراتو د دوبۍ د هوایي ډگر په گډون د منځني ختیځ د لسو هوایي ډگرونو څخه امریکا ته په مستقیم پرواز کې له موبائیل تلیفون پرته په نورو الکترونیکي وسایلو بندیز لگولی دی.

له دغو هوایي ډگرونو څخه د مستقیمو پروازونو مسافر یواځې موبائیل تلیفون له ځانه سره لیږدولای شي. مسافر باید خپل نور ټول الکترونیکي وسایل لکه لیپټاپ، ایپاد، کمرې او اکثر نور الکترونیکي وسایل په بکسونو کې ځای پر ځای کړي.

دغه بندیز د مارچ له ٢٥ څخه پلی کیږي او نهه هوایي شرکتونه په کې شامل دي او د امریکا د متحده ایالاتو د ترانسپورتي امنیت ادارې ورته خبر ورکړی دی.

یو امریکایي چارواکي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې په دغو لسو هوایي ډگرونو کې د مصر د قاهرې، د اردن د عمان، د کویټ د کویټ سیټي، د مراکش د کازابلانکا، د قطر د دوحه د سعودي د ریاض او جدې، د ترکیې د استانبول او د عربي متحده اماراتو د دوبۍ او ابو ظبي شامل دي.

د امارت هوایي شرکت یوې ویاندې تائید کړې ده چې د هغوی شرکت هم په لست کې شامل دی. دغې ویاندې په یوې اعلامییه کې ویلي دي "دغه بندیز د شنبې په ورځ د مارچ له ٢٥ څخه د اکتوبر تر ١۴ پورې په پام کې نیول شوی دی."

د رویترز اژانس د یو رپوټ له مخې پر الکترونیکي وسایلو باندې دغه بندیز د ناڅرگندو تروریستي گواښونو په نتیجه کې لگول شوی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کیلی ددغه تصمیم په اړه د امریکا کانگرس خبر کړی دی.

دغه بندیز په واشنگټن کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د امریکا پر مشرۍ ایتلاف د چارشنبې د غونډې څخه یوه ورځ دمخه پلی کیږي.

XS
SM
MD
LG