د لاس رسي وړ اتصالات

د اورلنډو پر پېښې د ترمپ او هېلري متفاوت غبرګونونه


د اورلنډو پېښه د دونلډ ترمپ لپاره یوه ښه پلمه شوه، چې د ترهګرۍ پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه بیا تکرار کړي او وښيي چې د متوجه ګواښ په اړه هغه "په حقه"دی.

خو، هېلري کلنټن بیا په دغه برخه کې د الفاظو په کارولو کې محتاطه وه او یو وارې بیا یې هغه غوښتنه تکرار کړه چې "جنګي وسلې دې" د امریکا له لارو او کوڅو نه لېرې وساتل شي.

که هر څه وي، خو دغې پېښې د دواړو خواو نظرونه سره ووېشل، په هیلري کلنټن او دونلډ ترمپ کې به یې یو د امریکا راتلونکی ولسمشر/ ولسمشره کیږي، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې، په امریکا کې د شخصي وسلو د کنترول او دا ډول نورو مسایلو کې به د متحدو ایالتونو چارې مخ ته وړي.

دونلډ ترمپ په خپل ټویټر کې یو وارې بیا امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز خبره غبرګه کړې ده.

​د اورلنډو د پېښې علت، چې بریدګر عمر متین په کې ۵۰ تنه ووژل او ۵۳ نور یې ژوبل کړل، لا معلوم پوره څرگند نه و، چې ترمپ او کلنټن غبرګونونه وښودل.

له پېښې لږ وروسته چې نور معلومات رابسیره شول، ترمپ په خپل ټویټر کې ولیکل "قربانیانو او کورنیو ته یې دوعاوې کوو. خو کله به جدي، هوښیار او ويښ شو؟" ښاغلي ترمپ څو ساعته وروسته یو وارې بیا په ټویټر کې له خلکو مننه وکړه"د اسلامي ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ما په حقه بولي." خو ولسمشر اوباما د اورلنډو د پېښې په غبرګون کې د "اسلامي ترهګرۍ" کلمه ونه کاروله.

ترمپ په دې هم وپارېده او ویې ولیکل " ولسمشر اوباما باید استعفی وکړي." ترمپ د همدغې پېښې له کبله د دوشنبې په ورځ خپله یوه انتخاباتي غونډه لغوه کړه، خو پر ځای یې په نیو همشیر کې خبرې وکړي، چې دا وارې پر هیلري کلنټن د نیوکو پر ځای یې په ملي امنیت وغږېده.

خو، په خپله هیلري کلنټن، چې په سیاست کې او د دا ډول پېښو په اړه غبرګون ښودلو کې تر دونلډ ترمپ ډېره تجربه لري، له پیل څخه یې په خپلو خبرو او تبصرو کې احتیاط او پام وکړ.

هیلري ټېنګار وکړ، چې باید وسلې د ترهګرو لاس ته ورنشي.

هغې د اورلنډو د پېښې په اړه په خپل لومړي تویټ کې ولیکل " موږ لا هم انتظار کوو چې نور معلومات رادبره شي، خو په دغه وحشتناکې پېښې اغیزمنو کسانو ته لاس په دوعا یم." مېرمن کلنټن، څو ساعته انتظار وکړ چې ولسمشر اوباما دغه برید " د ترهګرۍ عمل" یاد کړي.

ولسمشر اوباما او هیلري کلنټن په ویسکانسن کې خپله ګډه انتخاباتي غونډه وځنډوله، خو هیلري کلنټن د پلان له مخې د دوشنبې په ورځ په اوهایو او د سه شنبې په ورځ په پنسلوانیا کې خپلې انتخباتې غونډې کوي.

مېرمن کلنټن د اورلنډو پېښه د نړیوال تروریزم سره ونه تړله او د دې پر ځای یې په امریکا کې د وسلو پر کنټرولو ټېنګار وکړ" باید د ترهګرو او نورو مجرمینو لاس ته د وسلو د رسېدو مخه ونیول شي."

د فدرال پولیس وايي چې بریدګر، عمر متین، په قانوني ډول تېره اونۍ دوه نوي ټوپکونه پېرودلي وو.

دا لا معلومه نه ده چې د اورلنډو غمیزه به په عمومي انتخاباتو څه تاثیر ولري، خو، په عمومي انتخاباتو کې به د دغو احتمالي کاندیدانو ترمنځ به یې یو د امریکا د اعلی سرقومندان/ قومندانې په توګه ټاکل کیږي.

XS
SM
MD
LG