د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت: په ښارونو بریدونه د طالبانو د ژمنو خلاف دي


د جوزجان ښار
د جوزجان ښار

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د یو شمېر ولایتونو په مرکزنو د وسله والو طالبانو بریدونه غندلي او هغه یې د طالبانو د ژمنو خلاف بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د تیرې شاوخوا یوې میاشتې راپدېخوا د ځینو ولایتونو په مرکزونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي: "په زور او جبر سره د خپل حاکمیت تپلو لپاره د وسله والو طالبانو دغه اقدام د منلو نه دی او د دوحې د سولې پروسې له لارې د سیاسي هواري د ملاتړ برخه کې د ژمنو خلاف دي."

د امریکا سفارت زیاته کړې چې طالبانو نسبت تیر ته له خپل اړخه د ملکي وګړو د حقوقو د تامین برخه کې «ژوره بې پروايي» ښودلې او په دغه هیواد کې بشري ناورین زیات کړی دی.

افغان چارواکو ویلي چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د یو شمېر ولایتونو په مزکزونو بریدونه زیات کړي او د دغو بریدونو په ترڅ کې په تیرو درې ورځو کې د نیمروز ولایت مرکز زرنج او جوزجان مرکز شبرغان د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي: "موږ له طالبانو څخه غواړو چې له تلپاتې او هر اړخیزه اوربند سره موافقه وکړي او د سولې مذاکراتو کې په بشپړه توګه ګډون وکړي، ترڅو د افغانستان د خلکو رنځ پای ته ورسېږي او یوه هر اړخیزه سیاسي لاره چې د ټولو افغانانو په ګټه وي او دا یقیني کړي چې افغانستان بیا د تروریستانو په امن ځای نه بدلیږي."

کندهار، هلمند، هرات، کندز او سرپل هغه ولایتونه دي چې په دې وروستیو کې جګړې د ښارونو تر مرکزونو رسېدلي دي.

افغان امنیتي چارواکو ویلي چې د یادو ښارونو له څنډو څخه یې د طالبانو د شړلو لپاره عملیات پيل کړي دي.

په همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا د کندز او سرپل ولایتونو مرکزونو د سقوط راپورونه ردکړل او وايي چې اوس مهال د یادو ولایتونو په مرکزونو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیاء ضیاء نن یکشنبه اګست اتمه (زمري ۱۷) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تیره شپه له څو اړخونو د دغه ولایتونو په مرکزونو بریدونه وکړل او اوس مهال د کندز او سرپل ولایتونو په مرکزونو کې جګړه روانه ده.

ښاغلي ضیاء زیاته کړه: "اوس مهال د دغه دوو ولایتونو په مرکزونو کې سخته جګړه روانه ده. زموږ سرتیري په دې هڅه کې دي چې د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي."

په افغانستان کې د یو شمېر ولایتونو په مرکزونو د طالبانو له بریدونو سره هم مهاله د چارواکو په وینا زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG