د امریکا جمهور رئیس براک اوباما نن د امریکې د مالي ادارو او بانکونو د نظام د اصلاح کولو قانون چې د ١٩٣٠ میلادي د لسیزې د گریټ ډیپریشن یا سختې اقتصادي تنگسې نه وروسته په امریکا کې تر ټولو مهم مالی اصلاحات گڼل کیږی، لاسليک کوي.
د امریکا مشرانو جرگې نوموړی قانون د تیرې پنجشنبی په ورځ منظورکړی و.
ددې نوي قانون له مخې به د بانکونو، کریډټ کارتونو او مالي شرکتونو په کاروبار کې لازم اصلاحات راوستل شي.
ددې قانون هدف دا دی چې د بانکونو او مالي ادارو د غلطیو په وجه بیا د امریکا حکومت د داسې یوه سخت مالی بحران سره مخامخ نشی لکه چې دوه کاله مخکې ورسره مخامخ شوی و.