د لاس رسي وړ اتصالات

ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي اوس هم د مالیاتو پر لایحې سره سلا شوي نه دي


د آمریکا د ولسي جرګې مشر وايي چې اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې ولسمشر اوباما د مشرانو جرګې د مشر ډیموکرات سناتور هري ریډ سره پر یوه داسي پلان باندې کار وکړي ترڅو هغه بهران ته د پای ټکی کښېښودل شي چې یو کال یې دوام کړی دی او د اقتصادي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې که چیرې د حل لاره ورته پیدا نشي نو کولای شي چې اقتصاد د رکوت سره مخامخ کړي.


د ولسي جرګې مشر جان بینر پرون د پنجشنبې په ورځ ناوخته لنډه موده وروسته له هغه نه چې پر یوه لایحې باندي یې په مجلس کې رای ګیري وکړه، یوه خبرپاڼه خپره کړه. د هغه په وړاندیز کې پر هغو آمریکایانو باندې د مالیاتو د لوړولو خبره شوې چې په کال کې د ۱ میلیون آمریکايي ډالرو نه زیاتې پیسې جوړوي.

دغه رای ګیري تر ډیره سمبولیک ښکاري ځکه په مشرانو جرګه کې چې ډیموکراتان په کښي اکثریت دي ، ډیموکراتانو ویلي دي چې د ښاغلي بینر د لایحې د تصویب هیڅ چانس نشته.


دغه راز ولسمشر اوباما هم چې غواړي پر هغو آمریکایانو باندي مالیات زیات کړي چې د ۴ ساوه زرو آمریکايي ډالرو نه زیات کلنی عاید لري هوډ یې کړی دی چې که د ښاغلي بینر لایحه په ولسي او مشران جرګو کې تصویب هم شي دی به یې ویټو کړي.

د سنا ډیموکرانو دمخه لا هغه پلان تصویب کړی دی چې وايي پر هغو آمریکایانو دي مالیات ډیر شي چې په کال کې د ۲۵۰ زرو نه زیات آمریکایي ډالر جوړوي. دوي ویلي دي چې دا هغه پلان دی چې دوي یې غواړي چې ښاغلی بینر یې په ولسي جرګه کې تصویب کړي.

کانګرس او سپینه ماڼۍ پر دې باندي کار کوي چې پر عامو آمریکایانو باندي مالیات لوړ نشي او یواځي پر هغو آمریکایانو باندي مالیات لوړ شي چې ډیر پیسې جوړوي.



داسي نه برېښي چې په ولسي جرګه کې دي د کریسمس د رخصتۍ د مخه داسي کوم اقدام وشي ځکه د ولسي جرګې غړي د ډیسمبر د ۲۵ نېټې لپاره چې د کریمس ورځ ده په رخصتي روان دي.
XS
SM
MD
LG