د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ: د متحده ایالاتو بیرغ سوځونکو ته به سزا وټاکل شي


Following President-elect Donald Trump's election victory, protesters burn a U.S. flag outside Trump Tower in New York November 9, 2016.
Following President-elect Donald Trump's election victory, protesters burn a U.S. flag outside Trump Tower in New York November 9, 2016.

د امریکا سترې محکمې په کال ۱۹۸۹ کې د بیرغ سوځول د بیان یو ډول آزادي بللی و او د بیرغ سوځول یې جرم نه و بللی.

د امریکا اوسنی جمهوررئیس بارک اوباما هم د ټرمپ دغه نظر رد کړی دی.

په امریکا کې احتجاج کوونکي، ځینې وختونه، د احتجاج په توګه د خپل هیواد بیرغ سوځوي.

خو یو شمیر امریکایان، په تیره بیا هغه کسانو چې د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې ده، د امریکا بیرغ ملي سمبول ګني او د بیرغ سوځول د امریکايي عسکرو د قربانیو سپکاوی ګني.

اوس، په یوه ټوئیټ کې، منتخب جمهور رئیس ډونالډ ترمپ ویلي چې که څوک د امریکا بیرغ وسوځوي نو امریکا تابیعت دې ورنه واخیستل شي او یا هم په یوکال زندان دې محکوم شي.

خو د بارک اوباما اداره د ټرمپ د دغې نظریې په ردولو سره وایې امریکایان حق لري چې د قانون له مخې هر ډول چې وغواړي خپلې غوښتنې مطرح کړي.

د سپنې ماڼې ویاند جاش ارنست وایي د ادیانو، وینا او ژورنالیزم په څېر آزادۍ زموږ په اساسي قانون کې تصریح شوي دي او باید خوندي وساتل شي.

دا لاڅرګنده نه ده چې ولي د امریکا نوي جمهور رئیس د بیرق سوځونکو ته د سختو مجازاتو غوښتنه کړې خو سیاسي څیړونکی، کلاس لاریس د غه نظریه ناسمه بولي.

ښاغلی لاریس پر ټرمپ نیوکه کوي چې ولې هغه د ټولنیزو شبکو له لارې پر مهمو تګلارو خپل نظریات نه څرګندوي.

د ښاغلي لارېس په وینا ټوئټر داسې یوه شبکه ده چې د ځوانانو لخوا کارول کیږي او نه ښایي چې د منتخب جمهور رئیس او نورو مخورو سیاستوالو لخوا چې غواړي له عامو امریکایانو سره خپل عقاید، نظریات او لیدلوري شریک کړي، وکارول شي.

په وروستیو لسیزو کې د هیلري کلنټن په ګډون ډیرو سیاستوالو هڅه کړې ده چې د امریکا د بیرغ د سوځولو مخه ونیسي خو دا ټولې هڅې ناکامۍ شوې دي.

XS
SM
MD
LG