د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي پوځ لوګرکې پر ملي اردو د بمبارۍ پلټنه کوي


دا پیښه نن سهار شپږ بجې د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د جهلتن په دره کې پیښه شوې ده
دا پیښه نن سهار شپږ بجې د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د جهلتن په دره کې پیښه شوې ده

په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو یو ویاند وایي چې په لوګر کې د ملي اردو په یوه پوسته ددغو ځواکونو په هوایي برید کې د ۷ عسکرو د وژل کیدو او پنځه نورو د ټپي کیدو د پیښې پلټنې یې پیل کړي دي.

په لوګر ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي چې نن سهار شپږ بجې د امریکایي ځواکونو د هلیکوپترو په برید کې ددغه ولایت د بره کي برک په ولسوالۍ کې د ملي اردو ۷ عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال عبدالرازق ساپی وايي چې دغه بريد د دوشنبې په سهار د دغې ولسوالۍ د چهلتن په سيمه کې د ملي اردو د سرتېرو پریوه امنيتي پوسته شوی دی.

هغه د پېښې له ځايه په ټليفون امريکاغږ ته وويل، چې تر اوسه د بريد لامل ندی څرګند شوی، خو زياتوي، داسې ښکاري، چې امريکايي چورلکو د کوم ناسم راپور پر بنسټ ياده شوې پوسته بمبار کړې ده.

ښاغلي ساپي زياته کړه، چې په بريد کې د ملي اردو ۸ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي، چې د يوه ټپي سرتېري روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

خو د لوگر د ولایت مقام په یوې خبرپاڼۍ کې د ۷ وژل شویو سرتیرو پخلی وکړ او د هغو نومونه یې خپاره کړل.

جنرال ساپي وویل "زموږ سرتېرو امريکايي چورلکو ته د افغانستان بيرغونه او خپل لباس هم ورښودلي، خو چورلکو بيا هم پر پوسته بمبار کړی، زه فکر کوم، چې کومه تېروتنه شوې ده".

د بره کي برک ولسوال انجينر محمدرحيم امين امريکاغږ ته وويل، چې د بريد له امله د ملي اردو ياده شوې پوسته په بشپړ ډول سوځېدلې او ویجاړه شوي ده.

په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو یو ویاند امریکا غږ ته وویل چې د دې پیښې له پیښدو دوی خبر دي او د پیښې په باب یې پلټنې یې پیل کړي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم پر خپل ټوېټر پاڼه د دې پیښې د پلټنې خبر ورکړی دی.

د پېښې ځای ته رسېدلي ځينې چارواکي وايي، چې د حکومت وسله والو مخالفينو شاوخوا سيمو کې کمين نيولی او د پیښې له ځایه د امنيتي ځواکونو د وژل شويو سرتېرو انتقال مخنیوی کوي.

خو د لوګر د څلورمې پلې لواء قوماندان جنرال عبدالرازق ساپی وايي، چې په سيمه کې يې خپل سرتېري د وسله والو مخالفينو د بريدونو د مخنيوي لپاره پر دندو ګمارلي دي.

XS
SM
MD
LG