د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ شپږ نورې امریکایي هلیکوپترې ترلاسه کړې


د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې پنځه نورې ورته هلیکوپترې به د جولای په میاشت کې د امریکا د پوځ له خوا افغان پوځ ته وسپارل شي.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې پنځه نورې ورته هلیکوپترې به د جولای په میاشت کې د امریکا د پوځ له خوا افغان پوځ ته وسپارل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د روان عیسیوي کال تر پایه به پنځه نورې ایم ډي ۵۳۰ ایف امریکایي هلیکوپترې او شل اي ۲۹ سوپر ټوکیانو جنګي الوتکې هم ترلاسه کړي چې ورسره به افغان هوایي پوځ په خپلو پښو ودریږي.

د پنجشنبې په ورځ افغان پوځ ته د شپږو ایم ډي ۵۳۰ ایف امریکایي هلیکوپترو د سپارولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي د خپلې لنډې وینا پر مهال ایم ډي ۵۳۰ ایف امریکایي هلیکوپترې د افغانستان غرني موقیعت ته په پاملرنې افغان پوځ ته د ملاتړ د برابرولو په برخه کې ډیرې موثرې وګڼلې او و يې ویل چې په افغانستان کې د ملي اردو او ملي پولیسو د ملاتړ لپاره هوایي ځواک ته ډیره اړتیا شته، چې ورځ په ورځ دا اړتیا مخ په کمیدو ده.

جنرال کریمي وویل "دا دی د محاربوي حمایې په مرحله کې شپږ دانې ایم ډي ۵۳۰ ایف طیاري چې ډیرې ښي مجهزې او وژونکې طیارې دي په ښه سلاح مجهز دي او د افغانستان د اراضي د درو، غرونو او دشتو لپاره د ښه مانور خاوندې دي دوی به د ترانسپورتي هلیکوپترو حمایه او د قطارونو حمایه او په عین زمان کې د دښمن هر نوع موضع هرنوع پناهګاه له منځه وړې شي دا مونږ نن ترلاسه کړې".

د افغانستان د پوځ لوی درستیز وویل چې د افغان هوایي پوځ د هوایي ځواک د سمبالولو کار د ترانسپورټ د هلیکوپترو نه شروع شو چې بیا وروسته هوایي پوځ ته ترانسپورتي الوتکې ورکړل شوې او ورپسې بیا افغان پوځ ته د کشف ډي سي ۱۲ الوتکې هم ورکړل شوې.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان کمپل په خپلو لنډو خبرو کې افغان پوځ ته د امریکا د پوځ له اړخه د دغو هلیکوپترو سپارل د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو لپاره ښه خبر و نه ګڼه او و یې ویل چې د دغو هلیکوپترو په ترلاسه کولو به د افغان پوځ هوایي ځواک وړتیا لا ښه شي.

جنرال جان کمپل وویل "زه د افغانستان دښمنانو ته وایم چې دا وسله چې افغان پوځ یې لري هغوی ته یوه مضره وسله ده".

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې پنځه نورې ورته هلیکوپترې به د جولای په میاشت کې د امریکا د پوځ له خوا افغان پوځ ته وسپارل شي.

همداشان د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د امریکا پوځ به د روان عیسوي کال تر پایه شل اي ۲۹ سوپر ټوکیانو جنګې الوتکې هم ترلاسه کړي.

د افغانستان هوایي ځواک په اتیاومه لسیزه کې په سیمه کې تر ټولو پرمختللې روسی جنګي الوتکې او هلیکوپترې درلودې خو د نویومې لسیزې په کورنۍ جګړه کې ټولې الوتکې او هلیکوپترې له منځه لاړې او یو شمیر یې ګاونډیو هیوادونو ته په لاس ورغلې چې تراوسه یې بیرته افغانستان ته نه دي ستنې کړي.

د افغانستان د پوځي چارو کارپوهان وایي چې د هوایي پوځ سمبالول ډیرو زیاتو پیسو ته اړتیا لري چې د افغانستان حالاتو ته په کتنې په اوس وخت کې دغه هیواد ته خورا ګرانه ده چې د خپلو کورنیو عوایدو له لارې خپل هوایي ځواک لپاره جنګي الوتکې واخلي.

دا کارپوهان وایي د هوایي پوځ بیا له سره جوړیدل ډیرو کلونو او ډیرو پیسو ته اړتیا لري.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي کومې مرستې چې تراوسه د افغانستان له هوایي پوځ سره شوي هغه د امریکا د پوځ وړیا مرستې دي.

XS
SM
MD
LG