د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونه په عراق کې د ملیشو په مهارولو کې ناکامه و


د رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ویل شوي کله چې د جون په میاشت کې عراقي عسکرود امریکایي ځواکونو په مرستې د فلوجې ښار ونیوه ،شعیه ملیشو تر هغې ډیر شمیر سنیان بندیان کړي، ځورولي او ځپلي ول چې څومره یې امریکایي چارواکي مني.

پدې ځانګړې راپور کې ویل شوي چې کله د فلوجې ښار د اسلامي دولت د ډلې نه بیرته ونیول شو، لږ تر لږه ٧٠٠ تنه سنیان سړي او هلکان تر اوسه لادرکه دي.

امریکايي او عراقي چارواکي وایي د دې باوجود چې امریکایي ځواکونو کوښښ کاوه چې د عراقي ملیشو رول محدود کړي خو بیا هم د سنیانو په خلاف تشدد شویدی.

امریکایي ځواکونو شعیه ملیشو ته خبرداری ورکړی و چې که د "ځورولو نه یې لاس وا نخیست" هوایي کومک به ورسره ونکړي.

د امریکا هڅې ناکامه شوې او شیعه ملیشې د فلوجې نه بیرته ونه وتلي. هغوي په دغه سیمه کې زیات شمیر خلک لوټ کړل. دغو ملیشو ویلي ديکه امریکا د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د شیعه ملیشو د رول د کمولو کوښښ وکړ، هغوي به یې سخت مخالفت وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د فلوجې د سیمې نه د ژوندي وتل شویو شلو کسانو،قومي مشرانو، سیاستمدرانو او د غربي هیوادنو دیپلوماتانو سره مرکې کړیدي. هغوي وایي چې شیعه ملیشو د فلوجې نه د وتلو په وختلږ تر لږه ٦٦ سنیان ووژل او ١٥٠٠ یې ځورولي دي.

په عراق کې د فرقوي شخړو په ودرولو کې د واشنگټن ناکامي اوس د اوباما د حکومت لپاره یوه نوې ننګونه ده. امریکا کوښښ کوي چې د عراقي ځواکونو سره مرسته وکړي چې د موصل ښار د اسلامي دولت د ډلې نه بیرته نیسي.

XS
SM
MD
LG