د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مشهوره لوبه د نیویارک جاینټس ټیم وګټله


د امریکا مشهوره لوبه د نیویارک جاینټس ټیم وګټله
د امریکا مشهوره لوبه د نیویارک جاینټس ټیم وګټله

په امریکا کې د سوپر بول د امریکایي فوټبال مینه والو پرون هغه لوبه په خورا مینې او شوق وکتله چی ټول کال یی په خورا بی صبری په انتظار کی وي. دغې لوبې ته د امریکایي فوتبال سوپربال وایي چی پرون د نیو انگلند پیترتیتس او نیویارک جاینتس د تیمونو ترمنځ وه.

دا لوبه د نیویارک د تیم په گټې تمامه شوه. ددې گټونکی تیم په ویاړ به نن په نیویارک کی غیر پوځی رسم گذشت تر سره شي چی په ترڅ کې به د دې ایالت اوسیدونکي په تودوو ولولو د خپل ټیم د بریا نمانځنه وکړي.

ددې ټیم د لوبغاړو مشر، ایلای مننینگ او د نیو انگلند پتریتس د تیم د لوبغاړو مشر تام بریدي تر دی مخکي په دوه زره اوم کې هم سره مخ شوی و چې تیر ځل هم بریا د نیویارک په نصیب شوی وه. د لوبې وروستۍ پریکړه چې تر وروستی ثانیې پوري د هیجان نه ډکه وه، په همدې وروستیو شیبو کی پداسي حال کې وشوه چې د نیو انگلند تیم تر نیویارک مخ ته و.

دا د سوپر بول شپږ څلویښتمه لوبه وه چې په پوره تودو احساساتو سره د اندیاناپولیس په ښار کې تر سره شوه. پخپله نیو انگلند تیم د امریکایي فوټبال د تکړه تیمونو په لست کې تر ټولو لومړی نوم دی چې هرکال ځان وروستی مرحلی ته رسوي.

سوپر بول د امریکاییانو دپاره یوازی په نوم د لوبی نه زیات ارزښت لري. د لوبې په پیل او اخر کې یې زیات شمیر نامتو سندرغاړي او هنرمندان خپل هنر ننداری ته ایږدی. دا ځل د گڼ شمیر هنرمندانو ترڅنگ د لوبې د نیمایی دقیقو د تفریح پر مهال د امریکا تر ټولو نامتو سنرغاړې، مدونا هم سندره درلوده.

پدې یوه شپه یو سلو شپږ شپیته ملیون امریکاییان د خپلو تلویزیونونو له مخی څخه نه خوځیږي، په گډه د لوبې د لیدو دپاره میلمستیاوې ترتیب شي او پخپله په ستیدیم کې خو د تکټ بیی تر لسهاو زرو دالرو پوري رسیږي. خو پدی لړ کې د خلکو د پام وړ یو بل اړخ د اعلانونو کتل دي چې د خپرولو مالي وسه یی یوازی لویې کمپنۍ لري . هر اعلان په دریو ثآنیو کې د شپږو ملیون دالرو په ارزښت لگښت لري.

XS
SM
MD
LG