د لاس رسي وړ اتصالات

نکلسن: د افغان امنیتي ځواکونو غټې ستونزې رهبري او فساد دي


جنرال نکلسن وایي په پوځ کې د فساد له وجې په لیرې پرتو پوستو کې افغان امنیتي ځواکونو اکمالات نه رسیږي.
جنرال نکلسن وایي په پوځ کې د فساد له وجې په لیرې پرتو پوستو کې افغان امنیتي ځواکونو اکمالات نه رسیږي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن وایي راتلونکی کال به د افغانستان امنیتي ځواکونه د دوه غټو ستونزو سره مخ وي.

جنرال نکلسن چې په پرون د جمعې په ورځ یې په پنټاګان کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې دغه غټې ستونزې "د افغانستان په پوځ کې فساد او رهبري دي."

ښاغلي نکلسن وویل چې دغو ستونزو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ځینو برخو ناوړه اغیزه کړیده. امریکایي قوماندان همدرانګه وویل چې د اکمالاتو په څانګې کې د فساد او بې کفایتۍ له وجې په لیرې پرتو پوستو کې افغان امنیتي ځواکونو ته "اوبه، خوراکي مواد او د جګړې لپاره مهمات نه رسیږي."

جنرال نکلسن وایي د دغو ستونزو په هکله یې د افغانستان د نظامي او حکومتي چارواکو سره "ډانګ پیلې" خبرې کړیدي او په ژمې کې بهدغو ستونزو ته پام کوي چې د "مفسدو مشرانو" لیرې کول پکې شامل دي.

د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان همدرارنګه وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په مقابل کې د "طالبانو قوت کم شوی" او هغوي اوس نشي کولی چې "غټې"حملې وکړي. جنرال نکلسن وویل طالبان یوازې په پوستو بریدونه کوي چې "ویره پیدا کړي او ښارونه سره بیل کړي. "

د ښاغلي نکلسن په وینا چې د افغانستان د ټول نفوس د لسو فیصدو نه کم یېد طالبانو په لاس کې دي. جنرال نکلسن وایي وسله والو طالبانو د همدې کال د اګست د میاشتې راپدیخوا اته ځله کوښښ کړی و چې د ځینو ولایتونو مرکزونه ونیسي "خو بریالي نشول. "

XS
SM
MD
LG