د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ: په لوګر کې افغان سرتیري په غلطۍ وژل شوي


A vendor sells newspapers and magazines in a kiosk at the main railway station, Gara de Nord, in Bucharest, Romania.
A vendor sells newspapers and magazines in a kiosk at the main railway station, Gara de Nord, in Bucharest, Romania.

د امریکا پوځ د لوګر په ولایت کې د ملي اردو پر پوستو ددغه پوځ د چورلکو د تیرې اونۍ په برید خواشیني څرګنده کړې ویلي دي چې برید قصدي نه وو.

د امریکا پوځ وایي چې د لوګر په ولایت کې د ملي اردو د ځواکونو پرپوستو د امریکا د پوځ د هوایي ځواکونو برید قصدي نه وو اوپه دغه برید کې د ملي اردو عسکر سهوآ په نښه شوې وو.

د تیرې دوشنبې په ورځ د لوګرد ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو په امنیتي پوستو باندې د امریکا د هوایي ځواکونو د برید او ددغه برید په نتیجه کې د وژل شوو اوټپي شوو افغان عسکرو د پیښې د پلټنې لپاره دافغان حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ ګډ کمارل شوی پلاوی وایي چې دا پیښه د ناسمو معلوماتو له مخې پیښه شوې ده.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت د مطبوعاتو په چارو کې د قوماندان مرستیال جنرال ویلسن شفنر نن د یکشنبې به ورځ په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت د یو ویاند جنرال دولت وزیري سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان او ځواکونه په پیښه خواشیني څرګندوي او پرې خفه دي.

خو جنرال شفنر وویل چې دا کوم قصدي عمل نه وو.

جنرال ویلسن شفنر وویل "ائتلافي ځواکونو له افغان امنیتي ځواکونو سره د ترصد پدغه مشخصه نقطه کې د ملي اردو د عساکرو د نه شتون تاېیدولو په هدف اړیکه هم نېولې وه، خو متاسفانه د نړیوالو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د ناسم پوهاوي د رامنځته کیدو، په نتجه کې د امریکا د هوائي ځواکونو عملې فکر کړی چې پدغه تراصدي نقطه کې هیڅ د ملي اردو عسکر وجود نه لري".

جنرال ولسن شفنر وايي، ددغې پوستې سره له نږدې سیمې د جولاۍ په پنځلسمه وسله والو مخالفینو د ائتلافي ځواکونو په چورلکو د سپکووسلو ډزې کړې وې

د جنرال ولسن شفنر په ويناء پلټنو ښودلې، چې د ملي اردو له دغې پوستې سره نېږدې وسله وال مخالفین هم لیدل شوي دي
د برکي برک په بمباریو کې د ملي اردو اوه عسکر وژل شوي وو او پنځه نور ټپیان شوي وو.
هوائي بمبارۍ

دغه امریکايي جنرال وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې هوائي بمبارۍ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اساس ترسره کوي.

جنرال ولسن شفنر وویل " د امریکايي ځواکونو بمبارۍ د امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې د ماموریت یوه برخه ده، دا ډول هوائي بمبارۍ د امریکايي عساکرو د دفاع او ساتنې لپاره هم کیږي ".

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د تېر کال د سپټمبر په دېرشمه نېټه د کابل او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شو

امریکايي جنرال وویل چې ، امریکایي چورلکې په برکي برک کې د امریکايي ځواکونو د یوې نظامي اډې د دفاع لپاره د معمول په ګزمه بوختې وې.

جنرال شفنر وویل، امریکايي ځواکونو د دغې پیښې جلا پلټنې هم پیل کړي چې یو څه وخت به واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري خبریالانو ته وویل چې تمه ده، چې نن به ولسمشر غني له هغه پلاوي سره په ارګ کې وګوري چې تیره اونۍ د دغې پیښې د پلټنې لپاره د ولسمشر له خوا ګمارل شوي وو.

جنرال وزیري وویل "نن په درې بجې باندې د هغو شهیدانو ټوله ورثه راغوښتل شوي دي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت جموهررئیس ورسره ګوري او له نږدې څخه ورسره خبرې کوي او هغه کمیسیون چې تحقیقات وکړي د هغه کمیسیون له غړو سره هم نن دریجې جمهوررئیس ګوري".

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل چې د وژل شوي عسکر په ډیر درناوي خاورو ته سبارل شوي چې د جنازې په مراسمو کې د دفاع وزارت لوړو پوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

همداشان جنرال وزیري وویل چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله هم د دغې پیښې د ټپیانو پوښته کړې ده.

XS
SM
MD
LG