د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د ټرمپ خبرو اندیښمنه کړې ده


د امریکا منتخب جمهور رئیس دوانالد ټرمپ د ناټو سازمان منسوح گڼلی دی
د امریکا منتخب جمهور رئیس دوانالد ټرمپ د ناټو سازمان منسوح گڼلی دی

د جرمني د دفاع وزیره وایي، د شمالي اتلانتیک د سازمان یا ناټو رول او هغه ارزښتونه چې دغه سازمان پرې ولاړ دی له بل هر وخت څخه اوس مهم دي.

د جرمني د دفاع وزیره ارزلا فوندر لیین، نن د سه شنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې ددې خبرې تر څنگ وویل چې ناټو د آزادۍ، دموکراسۍ او بشري حقوقو ساتونکي سازمان دی او ماموریت یې له بل هر وخت څخه اوس خورا مهم دی.

د جرمني د دفاع وزیرې دغه څرگندونې په واقعیت کې د امریکا د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د وروستیو خبرو په غبرگون کې دي چې ناټو یې یوه "له کار لویدلې" او منسوحه ټولنه گڼلې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر والتر شتاینمایر هم ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ څرگندونې چې ناتو یې "له کار لویدلې" ټولنه گڼلې ددې سازمان د ٢٨ غړو هیوادونو ترمنځ اندیښنې زیږولي دي.

ښاغلي شتاینمایر چې په بروکسل کې د ناټو د عمومي منشي یان شتولتنبرگ سره له کتنې وروسته خیریالانو ته خبرې کولې وویل چې د ښاغلي ټرمپ خبرې د هغه د نومول شوي دفاع وزیر جمیز ماتیس له څرگندونو سره توپیر لري.

ښاغلي شتاینمایر وویل "د کشمکش د کمیدو نښه نښانه نه لیدل کیږي... څرگنده ده چې د منتخب جمهور رئیس ټرمپ خبرې چې ناټو منسوحه گڼي د ناټو د غړو د اندیښنې وړ دي".

ښاغلي ټرمپ په دې وروستیو کې یو ځل بیا وویل چې ناټو له کاره لویدلې، ځکه چې د هغه په وینا دغه سازمان نه دی توانیدلی چې د ترهگریزو حملو مخنیوی وکړي.

په دې وروستیو کې ښاغلي ټرمپ دا هم ویلي وو چې د ناټو غړي هیوادونه ددې سازمان د لگښت برابره ونډه نه ورکوي. دا څرگندونې هم د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو لپاره د "حیرانتیا سبب شوي دي".

د جرمني صدراعظمې انگلیلا مرکل تیره ورځ په برلین کې ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ دریځ پوره معلوم دی او "زه فکر کوم چې مونږ اروپایان خپل سرنوښت پخپله ټاکو".

آغلې مرکل ویلي دي، غواړي تر هغې صبر وکړي چې ښاغلی ټرمپ د چارو واگې ترلاسه کړي نو بیا به " طبعاً له هغه سره په ټولو کچو کار وکړو".

XS
SM
MD
LG