د لاس رسي وړ اتصالات

له فرانسې وروسته جرمني له امریکا څخه توضیحات غوښتي


د اروپایي اتحاد د ٢٨ غړو هېوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنې بروکسیل کې په داسې حال کې غونډه کوي چې د امریکې د ملي استخباراتو د ادارې یا NSA له خوا د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل د شخصي ټلیفون د ثبتولو له امله له امریکا سره د هغه هېواد لانجه راپیدا شوې ده.

د جرمني د باندنیو چارو وزیر ګیډو ویسټر ویل نن سهار د امریکا سفیر جان ایمرسن ددغه هېواد خارجه وزارت ته ور وغوښتی او ددغې موضوع په اړه یې ورسره خبري وکړلې.

د چارشنبې په ورځ ولسمشر بارک اوباما د جرمني د صدراعظمې سره په خپله هم په ټلفون وغږیدی اوهغې ته یې اطمینان ورکړ چې د امریکا استخبارات یې شخصي خبرې او تلیفونونه په پټه توګه نه ثبتوي او نه به په راتلونکي کې کې دا کار وشي.

د سپینې ماڼۍ په یوې مطبوعاتي بیانیه کې چې نن خپره شوې ده راغلي دي چې دواړو مشرانو موافقه وکړله چې د دواړو هیوادونو د امنیت د ساتلو لپاره به خپلو استخباراتي همکاریو ته د پخوا په شان دوام ورکړي.

د جرمني د صدراعظمې د دفتر یوه ویاند وویل چې هغې اوباما ته دا خبره په څرګند ډول وکړله چې د امریکا د استخباراتو له خوا په پټه د جرمنیانو د شخصي خبرو او پیغامونو څارنه هیڅ کله د منلو وړ نه ده.

د ولسمشر اوباما حکومت هغه مطبوعاتي رپوټونه رد کړي دي چې وایي امریکایي استخبارات په بهر کې د امریکې د انډیوالانو او دوستانو شخصي تلیفونونه او ایمیلونه هم څاري. په دې اړه په ورځپاڼو کې رپوټونه وروسته له هغې چاپ شول چې د امریکا د ملي استخباراتو یوه قراردادي ایډوارډ سنوډن د نوموړي ادارې پټ سندونه رسوا کړل.
XS
SM
MD
LG