د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر اوباما او کانګرس خبري چیري ورسېدې؟


ولسمشر اوباما او دهغه مرستیال به د کانګرس له مشرانو سره په سپینه ماڼۍ ملاقات وکړي خو دپورونو د وروستۍ نېټې ګواښ هم رانږدې کېږي. څومره چې امریکا دې ته نژدې کېږي چې دخپلو پورونو اونورو مالي مسوولیتونو په ادا کولو کې پاتې راشي، دا کار هموغومره دنړۍ اقتصادته هم زیان رسوي.

دکانګرس غړي په دې هڅو کې دي چې د حکومت د لګښتونو په سر جنجال د پنجشنبې د ورځې له راتللو نه مخکې پای ته ورسوي.

په سنا کې د ډیموکرات ګوند د اکثریت مشر هاري ریډ او د جمهوري غوښتونکي ګوند د اقلیت مشر میچ مېکانل له دې تازه ملاقاتونو نه وروسته وویل چې د دې ا مکانات شته چې داجنجال د پنجشنبې له ورځې نه مخکې حل شي.

د امریکا دولسي جرګې غړيو د دوشنبې په ورځ دعمومي رخصتۍ سره سره هم غونډه وکړله چې د حکومت د یوڅو برخو دبندیدلو پرمسله خبرې وکړې او دهغې وروستۍ نېټې په اړه هم خبرې وکړي چې د حکومت د پورونو داخیستلو او د کچې د زیاتوالي صلاحیت پکې پای ته رسېږي.

په سنا کې داکثریت مشر سناتور هاري ریډ د یکشنبې د ورځې په غونډه کې وویل چې دی خوشبین دی چې د ده او جمهوري غوښتونکو ترمنځ مذاکرات به د دوو اونیو سیاسي شخړه پای ته ورسوي. د سنا د اکثریت مشرسناتور هاري ریډ داسي وايي،، په دغه جرګه کې هر سړی په دې پوهېږي او زه فکر کوم دامریکا خلک هم پوهېږي چې ما پرون له سناتور میچ میکانل سره وکتل. موږ به نن هم خبرې وکړو. زه په دې ډاډه یم چې جمهوري غوښتونکو به د دې اجازه ورکړي چې حکومت خلاص کړي او د دې هېواد سره به مرسته وکړي چې خپل پورونه تادیه کړي او خپل مالي مسولیتونه ادا کړي. "

په سنا کې ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې د حکومت دپورونو د قابلیت او صلاحیت پرمسله یوې روغې جوړې ته سره ورسېږي. د حکومت د پور اخیستلو صلاحیت دپنځشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۷نېټه پای ته رسېږي. که چیري د حکومت دصلاحېت موده اوږده نکړی شي چې د پور اندازه زیاته کړي نو امریکا به ترهغې وروسته خپل مالي مسولیتونه ادا نکړی شي.

لګارډې: د اوسني حالت دوام به نړیوال اقتصاد ته تاوان پېښ کړي

دیکشنبې په ورځ په یوه تلویزوني مرکه کې د نړیوال وجهي صندوق مشرې کریستین لګارډې وویل چي که چیرې دا مسله ناکامه شي چې د حکومت د پورونو اخیستلو کچه لوړه نشي او د پور اخیستنې د صلاحیت موده یې اوږده نشي نو دا کار د دې خطر زیاتولی شي چې نړۍ له یوه بل نړیوال اقتصادي رکود سره مخ شي.

کریستین لګارډې زیاته کړه چې که د حکومت د پور اخیستنې پر کچې باندي بندیز لیري نشي نو ډیر زیان به واړوي ،، که چيري د حکومت د بندېدلو او د حکومت د پورونو د کچې د لوړولو بندیز دواړه موجود وي په دې کې به ډېر زیانمن کار دا وي چې د حکومت د پور اخیستلو پرکچې بندیز لیري نشي. په دې کې په یوڅه ډاډ سره ویل کیدی شي چې که چیري دا دواړه کارونه حل نشي نو ډیر زیات غیر یقیني حالت منځته راوستلی شي. ګډوډي او پریشاني به دومره زیاته وي چې د امریکا د بانکي اعتیبار ښه شهرت له خطر سره مخ کیدلی شي.،،

په واشنګټن کې د حکومت د روان حالت په خاطر مظاهرې وشوې

په داسې حال کې چې د امریکا د کانګرس غړي په دې باندې بحث او مذاکرات کوي چې یوې نتیجې ته سره ورسېږي، یوه ډله مظاهره چیان دیکشنبې په ورځ په واشنګټن کې د دویمې نړیوالې جګړې یاد ګاري څلي سره راټول شوي وو او دامریکا پر روان حالت یې اعتراضونه کول.

دغه ځای په رسمي ډول داکټوبر له لومړۍ نیټې نه را په دې خوا بند دی. دملي پارک په سوونو ماموران هم هغه وخت بې تنخواه کورونو ته ولېږل شول چې کانگریس په دې کې پاتې راغی چې د حکومت دلګښت بودجه منظور کړي.


په دې لړکې ولسمشر اوباما او ډيموکراتان داغوښتنه کوي چې کانګرس یوه پاکه او صفا لایحه منظور کړي چې د حکومت د پوراخیستلو کچه پکې زیاته شوې وي او د صلاحیت موده یې هم اوږده شوی وي. حکومت دا نظر لري چې کله دا کار وشي نو دحکومت ټولې ادارې به خلاصې وي او ترهغې وروسته به په داسې مسایلو لکه په لګښتونو کې کمښت راوستل د صحي پروګرام د یوشمیر برخو په سربحث کولو ته ادامه ورکړي.


له بل پلوولسمشر براک اوباما هم د جمهوري غوښتونکو دغه شرایط نه مني چې وايي لومړی به د حکومت په خلاصولو، او د دپورونو داخیستلو دکچې لوړولو او دلگښتونو په کمولو بحث او موافقه وشي بېا داهرڅه منظورشي. ولسمشر اوباما وویل،، د شخړې رامنځته کول چې دهغو له امله امتیازات ترلاسه کړی شي، هغه لاره نده چې زموږ په ډېموکراسۍ کې کار ورکړي. پکارده موږ ددغه کار مخه ونیسو. سیاست دنظریاتو مقابله او مبارزه ده. خو دغه نظریات د انتخاباتو او قانون جوړونې له لارې پرمخ بیول کېدلی شي نه د تحرېف له لارې.،،

خو جمهوري غوښتونکي غواړي چې په دې مسایلو باندې د بودجې له منظورېدلونه مخکي بحث وکړي. خلک دې ته سترګې په لاردي چې دولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې به کوم پرمختګ منځته راغلی وي او که نه او د ولسمشر اوباما اومرستیال جوبایډن ملاقات به په سپینه ماڼۍ کې د جنجال د حل سبب شي او که نه .
XS
SM
MD
LG