د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د حکومت بندېدو کوم ګوند ته تاوان واړوی؟


د عامه افکارو سروې ګانې ښيي چې جمهوري غوښتونکو په سیاسي لحاظ د امریکا د فیډرالي حکومت د قسمي بندېدو له کبله صدمه لېدلې ده. د ټي پارټي محافظه کاره ګوند ملاتړ کونکو د حکومت د بندیدو ملاتړ په دې هیله وکړ چې ګوندي د ولسمشر اوباما د جنجالي روغتیايي لایحې مخه ونیسي یا اصلاحات په کښي راولي.

خو ولسمشر اوباما بیا وايي چې د حکومت په بندېدو کې هیڅ ګوند بریالی یا ناکامه شوی نه دی بلکې د دې وخت رارسېدلی دی چې دواړه ګوندونه بیرته کار سره وکړي.


داسي معلومېږي چې د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند ترمنځ درز رامنځ ته شوی وي چې دا درز کولای سي چې د ډیموکراتانو سره د بودیجې پر یو لړ مسایلو باندې د بحث پر مهال د جمهوري ګوند په تاوان تمام سي.

په عین حال کې د چارو کارپوهان دا هم وايي چې د ۱۶ ورځو دپاره د فیډرالي حکومت د قسمي بندېدو سیاسي عواقب به د کانګرس د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې حس شي او د دې مسلې په هکله به د امریکا د عوامو ذهنیت په رایوو کې انعکاس وکړي. وروستۍ سروګانې ښيي چې جمهوري غوښتونکو ته د حکومت بندېدو صدمه وارده کړې ده.



د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن په واشنګټن کې د حکومت د پرانیستل کېدو وروسته چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ، د فیډرالي حکومت مامورینو ته ښه راغلاست ووايه.

د ټکساس ایالت څخه د سناتور تید کروز په شان محافظه کارو جمهوري غوښتونکو حکومت قسما بند کړ او غوښتل یې چې د ولسمشر اوباما د روغتیا په قانون کې اصلاحات راولي.

د حکومت د پرانیستل کېدو وروسته ښاغلي کروز ته په واشنګټن کې د محافظه کارانو په یوه کنفرانس کې ټینګ ښه راغلاست وویل شو. ،،زما په آند د امریکا د استاځو مجلس ته په کار ده چې خپل کار ته ادامه ورکړي او همدغسي قوي پسي پاته شي.،،

اوباما: باید هغه څه وکړو چې خلګو یې په خاطر رایې راکړي


خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما بیا د جمهوري غوښتونکو څخه غوښتي دي چې همکاري دي ورسره وکړي. ،،که چیري ستاسو یوه ځانګړې پالیسي خوښه نه وي که چیري مو یو ولسمشر خوښ نه وي نو خپل د دریځ لپاره استدلال وکړیْ. ولاړ سیْ رایې واچویْ او ټولټاکنې وګټی. هڅه وکړیْ چې بدلون راولی خو هڅه مه کوی چې یو شی مات کړیْ.،،

د امریکا د کانګرس پخوانی غړی وین ویبر وايي چې د حکومت د بندېدو له کبله یې ګوند ضربه ولیدله. هغه داسي وايي ،،ګوند ډیر بد رقم ضربه ولیدله او داسي نه ښکاري چې دا مسله دي تر هغه مهال حل شي چې مونږ یو جمهوري غوښتونکی کاندید ولرو چې د دې فرصت ولري چې دا هرڅه بدل کړي.،،

په عین حال کې د جمهوري غوښتونکو د چارو ماهر سکاټ فولکنر وايي چې دغه ګوند د پخوا هر وخت نه اوس ډیر سره ویشل شوی دی. ،،دقیقا داسي ده ځکه هر اړخ ډیر تهاجمي دریځ غوره کړی او دواړې خواووې هڅه کوي چې یو بل بدنام کړي حتی د ګوند په مینځ کې لا داسي حالت روان دی.،،

د ویلو وړ ده چې د چارو کارپوه سکاټ فرلکنر وايي چې جمهوري غوښتونکو ته په کار ده چې د امریکا د عام ولس سره خپل د شهرت د بیرته ښه کولو په برخه کې کار وکړي.

خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما بیا د حکومت د بندېدو مسله د چا بریالیتوب یا ناکامي نه ګڼي بلکې وايي چې وخت یې رارسېدلی دی چې دواړو ګوندونه یوځای کار سره وکړي او د هېواد چارې پر مخ یوسي.

ولسمشر اوباما وویل چې د دې وخت راغلی دی چې په واشنګټن کې چارې تغییر وموندي. ولسمشر زیاته کړه چې اوس چي دا نامعین وضیعت بدل شو ټولو امریکايي سیاستمدارانو ته په کار ده چې هغه څه وکړي چې عامو امریکایانو یې په خاطر رایې ورکړي دي او هغه د اقتصاد وده، د وظیفو پیدا کول، د مینځنۍ طبقې تقویت او د ټولو د سوکالۍ لپاره د بنیادي کارونه ترسره کول دي.
XS
SM
MD
LG