د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: د نباتي غوړيو استعمال د قلبي ناروغیو خطر نه کموي


نوې څیړنې د نباتي غوړیو د غذایي رژیمونو څخه د استفادې او د رگونو د بندیدو ترمنځ اړیکه نه ده موندلې.
نوې څیړنې د نباتي غوړیو د غذایي رژیمونو څخه د استفادې او د رگونو د بندیدو ترمنځ اړیکه نه ده موندلې.

د مشبوع غوړو د راکمولو په خاطر د نباتي غوړیو استعمال کیدای شي په بدن کې د کولسترولو د کچې د راټیټیدو سبب شي، خو یوه نوې څیړنه ښي چې د نباتي غوړیو استعمال ښایي د زړه ناروغیو د خطر د راکمیدو او د عمر د اوږدوالي سره اړیکه ونه لري.

زیات شمیر مخکنیو څیړنو په نباتي غوړیو، د میوو او د نباتاتو په زړیو کې د مشبوع غوړو ټیټه کچه د زړه د ناروغیو د خطر د راکمیدو سره اړوند گڼلی ده. ددغو څیړنو په بنسټ خلکو ته په پرله پسې توگه مشوره ورکول کیده چې د ژیړو غوړیو، کوچو، پیروي او وازگې پر ځای د جوارو، زیتونو، کنولا، لوبیا او نورو نباتاتو غوړي استعمال کړي.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د ملي روغتیا د انستیتوت د څیړونکي ډاکتر کرستوفر رامسدن په وینا چې دغه نوې څیړنه یې لیکلی ده، هیڅکله هم پر روغتیا او د عمر په اوږدوالي باندې د ځانگړي غذایي رژیم په خاصه توگه د غوړیو د تاثیر په هکله معیاري لاسته راوړنې نه دي تثبیت شوي.

کله چې د ډاکتر رامزدین ټیم پر ٩۴٠٠ تنو باندې د نوې څیړنې د ترسره شوېو تجربو نتیجې څیړلې، هغوی وموندل، چې په نباتي غوړیو کې د کولسترولو کمه کچه د هغوی د عمر د زیاتوالي سبب نه شو.

د متحده ایالاتو د ملي روغتیا د انستیتوت څیړونکی رامسدن د رویترز خبري اژانس ته په یو ایمل کې لیکلي چې "په حقیقت کې د دې څیړنې هغو گډون کوونکو چې د کولسترولو کچه یې په رژیم کې په ډیره کچه راټیټه شوی وه ددې پر ځای چې اوږد ژوند وکړي برعکس د مړینې خطر یې زیات و."

څیړونکو د منوسوټا ایالت د یو روغتون د پرستارۍ د څانگې او د رواني ناروغیو د شپږو روغتونونو لاس ته راغلي اطلاعات وڅیړل. دغه معلومات د ١٩٦٨ کال څخه تر ١٩٧٣ کال پورې د شلو څخه تر ٩٧ کلونو پورې عمر لرونکو کسانو څخه راټول شوي وو.

د زیتون غوړیو د پروسیس ځای: د زیتون غوړي کمهکچه کولسترول لري.
د زیتون غوړیو د پروسیس ځای: د زیتون غوړي کمهکچه کولسترول لري.

ددې څیړنې یوې ډلې گډون کوونکو ته توصیه شوه چې د غذایي رژیم نه استفاده وکړي چې په کې د مشبوع غوړو پرځای د جوارو غوړي کارول شوي وو او بلې ډلې ته وویل شول چې د مشبوع غوړیو لکه د حیواناتو د شخم څخه لاس ته راغلي غوړ او یا حیواني غوړي استعمال کړي.

هغوی چې د نباتي غوړیو د رژیم نه گټه اخیسته د کولسترولو کچه یې په سلو کې ١۴ راټیټه شوی وه په داسې حال کې چې په دوهمه ډله کې د کولسترولو کچه یواځې یو فیصد وه. خو د کولسترولو ټیټه کچه چندان موثره ثابته نه شوه.

څیړونکي په گډون کوونکو کې د کولسترولو مجموعي کچه – نورماله کچه یې په هر ډي سي لیتر وینه کې له ۱۸۰ ملی گرام څخه کمه – ارزولې وه. په هر ډي سي لیتر وینه کې د۳۰ ملی گرام کولسترولو په راټیټیدلو سره د ناروغانو د مړینې خطر ٢٢ فیصد اوچت شوی و.

له دې برسیره دغې نوې څیړنې د نباتي غوړیو د رژیمونو څخه د استفادې او د رگونو د بندیدو ترمنځ اړیکه ونه موندله.

ددې څیړنې یوه نیمگړتیا دا وه چې په آزمایشي رژیم کې د لینولیک اسید – په نباتي غوړیو کې عمده نامشبوع غوړ، زړي او د نباتاتو دانې – کچه د معمولو امریکایي غذایي رژیمونو دوه برابره وه.

همداشان په دې خاطر چې څیړونکو د غلیظو نباتي غوړیو څخه کار اخیستی و ښایي ددې څیړنې موندنې پر هغو کسانو چې د لینولیک شخمي تیزاب د زړیو او یا نباتي دانو په خوړولو ترلاسه کوي دومره د تطبیق وړ نه وي.

همداشان د استرالیا د کوینزلند د پوهنتون یو څیړونکی ډاکتر لینرت ویرمن چې پر دغه څیړنه باندې یې یوه تبصره لیکلی وایي، ددې څیړنې موندنې ښي چې مشبوع شحمیات او لینولیسک ایسید د رگونو پر روغتیایي حالت بادنې دومره تاثیر ونه لري.

د ډاکتر لینرت په وینا نورو څیړنو ته اړتیا ده چې پوره پوه شو چې کوم غوړي د انسان په بدن باندې ښه تاثیر لري.

په یونان کې د زیتونو د غوړیو د پروسیس یوه کارخانه
په یونان کې د زیتونو د غوړیو د پروسیس یوه کارخانه

د هغه په اند "خلک باید هغو مشورو ته پاملرنه وکړي چې شک او تردید په کې نه وي لکه، د ترانس غوړیو د استعمال مخنیوی، د شکرې اضافي مصرف او د سوډیم له خوړولو ډډه کول. هغه وایي چې د رنگارنگ سابو، میوو، غلو دانو، سمندري خوراکونو، سرې غوښې، هگیو، حبوباتو او د مغزیاتو (بادام، چارمغز، پسته او نور) تخمونو او د سوی د بوټو د تولیداتو خوړل ډیر ښه دي.

رپوټ: د رویترز اژانس

ژباړونکی: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG