امریکايي چارواکو نن د جمعې په ورځ وویل چې د هغې هلیکوپترې سپرلۍ چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې راولویده، امریکایان وو. نظامي مامورین وايي چې د الوتکې د سقوط لامل خرابه هواه وه او ویل کېږي چې ټولې سپرلی وژل شوي وي.
د غه الوتکه د افغانستان د هلمند په ولایت کې رالوېدلې ده.
د ناټو ویاند ډګرمن جیمس ویلیمس د امریکا غږ ته وویل چې الوتکه د دښمن په برید کې نه ده رالویدلې خو وايي چې د سقوط په اړه پلټنې پیل شوي دي.