د لاس رسي وړ اتصالات

ایران دوه امریکایان په ۸ کاله بند محکوم کړل

Policemen are deployed to provide security amid riots in Meikhtila, Burma. Unrest between Buddhists and Muslims has reduced neighborhoods to ashes and stoked fears that last year's sectarian bloodshed is spreading into the country's heartland in a test of Asia's newest democracy.

د ایران د دولتي تلویزون په وینا هغه دوه امریکایان چې د تیرو دوه کلونو راهیسې په تهران کې بندیان وو، ایران ته په غیر قانوني ننوتلو او د جاسوسئ په تور هر یو یې په اته کاله بند محکوم اعلان شول.
شان باور او جاش فاتل په دوه زره نهه کال کې د ایران او عراق په ګډه سرحدي پوله کې تر نیول کیدو وروسته بندیان شوي وو. دریمه امریکايي چې د همدوی سره یوځای نیول شوی وه سارا شورډ نومیږي او د تیرکال په سپتمبر میاشت کې د پنځه سوه زره امریکايي ډالرو په ضمانت ورکولو خوشی او امریکا ته ستنه شوه.

د ایران د دولتي تلویزون د ویبپاڼی له مخې باور او فاتل چې دواړه اته ویشت کاله عمر لري دری دری کاله ایران ته په غیر قانوني ننوتلو او پنځه پنځه کاله امریکا ته د جاسوسئ په تور بندیان شوي. یاد شوي دواړه کسان شاوخوا شل ورځی وخت لري چې د استیناف غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG