د لاس رسي وړ اتصالات

رچارډ هولبروک سخت ناروغ شویدی


رچارډ هولبروک سخت ناروغ شویدی
رچارډ هولبروک سخت ناروغ شویدی

افغانستان او پاکستان ته د امریکا خاص آستاځی ( ریچارډ هالبروک ) ډیر سخت ناروغ دی. د هغه حال وروسته له هغه پسې سخت سو چي د واشنګټن په یوه روغتون کي یې جراحي عملیات وکړل.

ډاکټرانو نن د شنبې په ورځ د هغه د زړه د یوه شریان عملیات وکړل. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ( پي جې کراولي ) وویل چي دغه ٦٩ کلن دیپلومات د خپلي کورنۍ سره یوځای سوی دی.

دغه تجربه کاره دیپلومات پخوا په ملګرو ملتو کي د امریکا آستاځی و او په ١٩٩٥ کال کي د سولي د هغو تړونونو یو مهم طراح و چي په بوسنیا ـ هرڅه ګووینا کي یې جګړه ختمه کړه.

( هالبروک ) د جمعې په ورځ په روغتون کي وروسته له هغه بستري سو چي په واشنګټن کي د بهرنیو چارو په وزارت کي په کار بوخت و.

XS
SM
MD
LG