د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د کورني امنیت بودیجه د موقت وخت لپاره امضا کړه


د امریکا د ملي امنیت وزارت مامورین د ترهگرۍ پرضد د فعالیتونو مسولیت پر غاړه لري.

د امریکا د ملي امنیت وزارت مامورین د ترهگرۍ پرضد د فعالیتونو مسولیت پر غاړه لري.

د امریکا د متحدا ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د یوې بلې اونۍ لپاره د ملي امنیت وزارت د تمویلولو په اړه یوه لایحه لاسلیک کړې ده چې د زرګونو هغو کارکوونکو د بې معاشه رخصتېدو مخه ونیسي.

ددغه وزارت مامورین د ترهگرۍ پرضد د فعالیتونو مسولیت پر غاړه لري.

د متحدا ایالاتو کانګرس د ملي امنیت د وزارت لپاره یواځې د یوې اونۍ لپاره، په موقتي توګه د تمویلولو منظوری ورکړېده.

د امریکا داستازو په مجلس کې وکیلانو د ملی امنیت د چارو د وزارت دغه اقدام د سنا لخوا نه ددغې لایحې له منظورۍ نه لږ وروسته داکثریت په دوو برخو راېو تصویب کړ چی دمعاشاتو خلا رامنځته نشي.

ولسمشر اوباما له هغې ورسته دغه لایحه په سپینې ماڼۍ کې امضا کړه. د رایو اچوولو نه مخکې، د کنټکې ایالت جمهوري غوښتونکي هال راجرز له خپلو همکارانو نه وغوښتل چې دغه پیسې تصویب کړي.

" د داسې مهمو چارو د درولو معنی به دا وي چې ددې خونې د غړو په حیث مونږ د خپلو لومړیو دندو له جملې نه په یوه کې ناکام شو. دا په دغه هطواد کې د حکومت کولو لاره نه ده او د امریکا خلک تردې د لاښه خدمت حق لري. اوس وخت را نږدې دی اومونږ باید هغو ادارې او پروګرامونه په دوامداره توګه تمویل کړو چې زمونږ د کور د ساتنې دنده لري."

همدا راز د کلیفورنیا دایالت استازې لیوسیل رایبال الرډ وویل " د دې لپاره چې له نورې ګډوډۍ نه ډډه وکړو او دا یقیني کړو چې ددې ادارې لپاره د تمویلولو ستونزه نه وي، زه له خپلو همکاروانو نه غواړم چې د سنا له خوا تصویب شوي د ملي امنیت د ادارې داوو ورځو دتمویل لایحه د رایو اچولو له لارې تصویب کړي. "

نانسي پلوسي دامریکا د استازو په خونه کې داقلیت مشره ده، ده وویل"موږ په دې باور ېو چې په راتلونکیو او ورځو ، هیله ده په پنځو ورځو کې موږ ېوه داسی لایحه ولرو چې هغه موږ دکال آخرته ورسوي."

کانګرس اوس یوه اونۍ لري چې د یوې بلې وروستۍ نیټې د رارسیدلو نه د ډډه وکړی او په خپلو اختلافاتو کار وکړي.

ټاکل شوې وه چې ددې ادارې د کارکوونکو د تمویلولو نیټه، چې په هغوی کې د سرحدي ګزمو نمایندګان، د هوايي ډګرونو تالاشي کوونکو او امریکا د ساحلونو ساتونکي شامل دي، د جمعې په ورځ پای ته ورسیږي.

که کانګرس دا لایحه تصویب نکړي، نو د دیرشو زرو په شاوخوا کې کارکوونکي به بې معاشه رخصت شی، په داسې حال کې چې دوه لکه او څلویښت زره نور بې له معاشه کار وکړي.

د ملي امنیت لپاره د تمویلولو په اړه د یو کال د اوږدې مودې لایحه د دوو ګونونو ترمنځ په ېوه لانجمنه جګړه اوښتې ده. یوه موضوع داده، چې جمهوري غوښتونکي چې د کانکرس دواړه خونې تر کنټرول لاندې لري، هڅه کوي چې د مهاجرت په کله دولسمشر بارک اوباما هغه اجرايي اقدام له منځه یوسي چې په متحده یالاتو کې د خلکو اخراجول محدودوي.

XS
SM
MD
LG