د لاس رسي وړ اتصالات

مک کارتي: کانګرس د ټیک ټاک په لایحې کار کوي


په امریکا کې خلک اندیښنه لري چې ټیک ټاک د دې اپلیکیشن د کاروونکو معلوماتو ته لاسرسی لري.
په امریکا کې خلک اندیښنه لري چې ټیک ټاک د دې اپلیکیشن د کاروونکو معلوماتو ته لاسرسی لري.

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي یکشنبه مارچ ۲۶ (کب ۶) ویلي چې د کانګرس غړي به د ملي امنیت هغو اندیښنو ته د ځواب ویلو په لایحې کار وکړي چې د ټیک ټاک د استعمالولو له کبله پیدا شوې.

ښاغلی مکارتي ادعا لري چې د چین حکومت د ټیک ټاک د کارونکو معلوماتو ته لاسرسی درلود.

د استازو مجلس مشر داسې مهال د ټیک ټاک په هکله د لایحې خبر ورکوي چې په امریکا کې د دې اپلیکشن د بندولو لپاره غوښتنې ډیرې شوې.

هغوي چې غواړي په امریکا کې ټیک ټاک بند شي، د داسې یو قانون منظوریدل غواړي چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ته قانوني صلاحیت ورکړي چې وکړی شي د دې اپلکیشن کارول پرې بند کاندي.

په هغو ټیلیفونونو او الکترونیکي آلاتو کې چې د متحده ایالاتو حکومت یې کاروي، څه موده وړاندې پکې د ټیک ټاک د اپلیکیشن نصبول بند شول. "

کیون مک کارتي پدې هکله په ټویټر کې لیکلي چې د استازو مجلس به د داسې لایحې ترتیب لپاره ګام واخلي چې امریکایان د ټکنالوژۍ په برخې کې د چین د کمونیست ګوند د "ضرر" څخه خوندي وساتي.

د ټیک ټاک اپلیکیشن د ByteDance پورې اړه لري چې مرکز یې په چین کې دی.

د ټیک ټاک اجرائیوي مشر زي چو د پنجشنبې په ورځ د استازو مجلس د یوې کمیټې د غړیو پوښتنو ته پنځه ساعته ځوابونه ورکړل او د مجلس دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترې د ملي امنیت او نورو اندیښنو په هکله پوښتنې وکړلې.

ویل کیږي چې په امریکا کې شاوخوا یو ۱۵۰ ملیونه کسان د ټیک ټاک اپلیکیشن کاروي. د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس ټیک ټاک په متحدو ایالتونو کې له نټفلکس څخه وروسته دویمه لویه سرچېنه ده چې خلک په کې ویدیويي مواد ګوري

سره لدې چې د ټیک ټاک اجرائیوي مشر دا اندیښنې رد کړلې چې ګواکې دې اپلیکیشن د چین د حکومت په غوښتنې د امریکایي کاروونکو جاسوسي کړې، خو د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي وویل چې د ټیک ټاک اجرائیوي مشر ریښتیا ندي ویلي او په هغه څه اعتراف نکوي چې وار د مخه معلومه ده چې "حقیقت لري" او هغه دا چي چین د دې اپلیکیشن د کاروونکو معلوماتو ته لاسرسی لري.

د ټیک ټاک شرکت وایي څه باندې ۱.۵ ملیون ډالر یې د کاروونکو د معلوماتو په خوندیتوب لګولي او یوازې ۱۵ سوه کسان یې د دې لپاره استخدام کړي چې د امریکایي کاروونکو معلومات ذخیره کړي.

XS
SM
MD
LG