د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې په غوڅ اکثریت په ټیک ټاک د بندیز قانون تصویب کړ


د امریکا د کانګرس پر وړاندې د ټیک ټاک د پلویانو راټولیدنه
د امریکا د کانګرس پر وړاندې د ټیک ټاک د پلویانو راټولیدنه

د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۳) په غوڅ اکثریت یو لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د ټیک ټاک اپلیکشن باید له خپل چینایي مالک څخه جلا شي او که نه په متحده ایالاتو کې به یې کارول منع شي.

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس چې په سیاسي لحاظ د متحده ایالاتو د دوو ګوندونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو ترمنځ ویشل شوی، خو دواړو ګوندونو په یو بې ساري یووالي سره دغه قانون په ۳۵۲ مثبتو او ۶۵ مخالفو رایو تصویب کړ.

ددغه قانون تصویب کیدل د ټیک ټاک د ویډیو د شریکولو اپلیکشن ته یوه لویه ناکامي ده چې په ټوله نړۍ کې خورا مشهور شوی، خو د هغه د چینایي مالکیت او د چین د کمونست ګوند لخوا ددغه اپلیکشن د احتمالي کنترول په وجه د یو شمیر هیوادونو د اندیښنې سبب شوی دی.

د متحده ایالاتو په سنا مجلس کې لا د دې قانون برخلیک ناڅرګند دی؛ چیرې چې یو شمیر مهم شخصیتونه ددې اپلیکشن پر وړاندې د سخت اقدام کولو څخه چې په متحده ایالاتو کې ۱۷۰ میلیون کارونکي لري، اندیښنه لري.

سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر جو بایډن به دغه لایحه چې په رسمي ډول د "بهرني دښمنانو له خوا د کنټرول کیدونکو اپلیکشنونو څخه د امریکایانو د ساتنې قانون" په نوم پیژندل کیږي، کله چې هغه ته وړاندې شي، لاس لیک کړي.

دا اقدام، چې یوازې په تیرو څو ورځو کې چټک شوی، د ټیک ټاک مالک شرکت (ByteDance) ته وخت ورکوي چې په ۱۸۰ ورځو کې اپلیکشن وپلوري او که نه خرڅلاو به یې په متحده ایالاتو کې د اپل او ګوګل د اپلیکشنونو په پلورنځیو کې منع شي.

دا لایحه ولسمشر ته دا واک هم ورکوي چې نور اپلیکشنونه کوم چې د کوم هیواد تر کنټرول لاندې وي،چې د متحده ایالاتو مخالف ګڼل کیږي، د امریکا ملي امنیت ته د ګواښ په توګه په نښه کړي.

د ټیک ټاک اپلیکشن پر وړاندې د واشنګټن تازه کمپاین دغه شرکت ته پداسې حال کې حیرانونکی دی چې د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې د ټیک ټاک اجرایوي رئیسان هغه وخت مطمین شول کله چې بایډن تیره میاشت د ولسمشرۍ دوهمې دورې لپاره د خپل کمپاین د یوې برخې په توګه پدغه اپلیکشن کې شامل شو.

د ټیک ټاک شرکت رئیس، شو زی چی په واشنګټن کې دی، هڅه کوي د دې لایحې د مخنیوي لپاره ملاتړ راجلب کړي.

د متحده ایالاتو تر څنګ اروپایي ټولنه او زیات شمیر نور هیوادونه هم د ټیک ټاک د اپلیکشن په محتویاتو باندې نیوکې لري او غربي هیوادونه دا آپلیکشن د چین تر نفوذ لاندې ګڼي او پدې وجه یې پرې یو لړ محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG