د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریْس اوباما په شمالي کرولاېنا کې د بېړنېو حآلاتو اعلان کړی


جمهور ریْس اوباما په شمالي کرولاېنا کې د بېړنېو حآلاتو اعلان کړی
جمهور ریْس اوباما په شمالي کرولاېنا کې د بېړنېو حآلاتو اعلان کړی

دامرېکا ختېځ اېالتونه دېته ځان چمتو کوي چې د اېرېن په نامه د غښتلي سمندري توپان مقابله څنگه وکړي. دغه توپان دامرېکا دساحلي سېمو په لور په ېوه ساعت کې په 110 مېله سرعت را روان دی.

دامرېکا د ختېځو اېالتونو چارواکي چې په هغو کې د شمالي کرولاېنا، وېرجېنېا، مرېلنډ، ډېله وېر، نېوجرسي او نېوېارک والېان شامل دي ، د بېړنېو حآلاتو اعلان کړېدی. ددې مخکي اعلان گټه داده چې فېدرالي بودجه به مخکي ترمخکي دېته چمتو وي چې داېرېن د سمندري توپان له متوقع خرابېوسره مقابله وشي.

توقع ده داتوپان په شمالي کرولاېنا کې د شنبی په ورځ د ډېر سخت باران سبب سي.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما د شمالي کرولاېنا لپاره د بېړنېو حالاتو اعلان کړېدی. د سمندري توپانونو ملي مرکز وايي اېرېن د شمالي کرولاېنا په لوري روان دی. د باد د چټکتېا زېاته اندازه ېې په ېوه ساعت کې 185 کېلومتره ده. ددرجې په لحاظ ېې دغه توپان درېمه درجه اټکل کړېدی ، په دې توگه د ډېرقوي توپان دتخرېب او ځبلو ځواک لري. ددغه توپان له امله ېوتن په پورتورېکو او دوه تنه په ډومېنېن رېپبلک کې وژل شوېدي.

د هوا دحالاتو اداره اټکل کوي چې تقرېبا 65 ملېونه کسان به چې په ختېځو ساحلي سېمو کې اوسېږي، په راتلونکو ورځو کې ددغه توپان له امله زېانمن شي.

دامرېکا د سره صلېب نطاق کرېس ازبرن له امرېکا غږ سره ددغه توپان د غټوالي په برخه کې له شمالي کرولاېنا نه په ټېلېفون کې داسي ووېل" ددې امکان سته چې دا سمندري توپان ، ټوله ختېځه سېمه زېانمنه کړي. د سره صلېب کومېټې همدا اوس لا تقرېبا دوه موټرونه چې په عاجلو حالاتوکې خدمات اجراکوي تېار برابر کړېدی. ددې ترڅنگ ېې ډېر رضاکاران هم دېته چمتو کړېدي چې شمېر ېې سلهاو کسانو ته رسېږي. موږ ېقېنا دقېقه په دقېقه اوساعت په ساعت دتوپان په برخه کې نوېو انکشافاتو ته گورو چې ځان خبر وساتو."

ازبرن وايی دده ادارې اړوندو ادارو ته کسانو ته خبرداری ورکړېدی چې د توپان سره دمقابلی لپاره لازم شېان واخلي، دخپلې کورنۍ لپاره دعاجلو حالاتوپلان جوړ کړی او ځايی چارواکېو ته غوږ ونېسي چې د ځای دتخلېه کولو په برخه کې معلومات ترلاسه کړي.

له دې خطر سره سره ازبرن او دهغه اداره خلک دېته هڅوي چې د دوي د ادار ې وېب پاڼه وگوري او دلاسي ټېلېفونو خدماتونه هم د توپان په وخت کې دمعلومات لپاره کار واخلي.

آزبرن وايی : " موږ پوهېږو چې دلاسي تېلېفونونو سروېس کله ناکله خرابېدلی شي. خو په دې توگه د ټولو خدماتو په بېړه باندی معلومات ترلاسه کېدلی شی ؛ نوهروخت داښه لاره ده چې له سره صلېب سره خبري و کړی چی څنگه له تاسي سره مرسته کولی شی. "

رپوټ وايي په تېرو درو کلونو کی دا اول ځل دی چی داېرېن سمندری توپان امرېکا ته جدي گواښ کړېدی.

دامرېکا د عاجلو حالاتو د فېدرالی ادارې رئېس وايي دی اټکل کوي چې دا توپان له ساحل نه لېري سېمې هم د توپاني باد او هم د باران له درکه ځپلی شي . دا توپان ونی راغورزولی شي ، دتېلېفون ډاگې غورزولی او مزي ېې شلولی شي او دبرېښنا دتللو سبب کېدلی شي. چارواکی وايي چې د ختېځ د ساحلي سېمو سخت بارانونه، د سېلاب د راتللو خطر زېاتولی شي.

XS
SM
MD
LG