د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې توقیف شوې افغانه کورنۍ خوشې شوه


دغه افغان کورنۍ د لاس انجلس هوایي ډگر ته د رارسیدو سره سم ونیول شوه
دغه افغان کورنۍ د لاس انجلس هوایي ډگر ته د رارسیدو سره سم ونیول شوه

یوه افغان کورنۍ چې امریکا ته د راتگ د خاصې ویزې د درولودلو باوجود د تیرې پنجشنبې په ورځ د کالیفورنیا په ایالت کې پولیسو نیولې وه، خوشې شوه.

ددې پنځه کسیزې کورنۍ غړي د لاس انجلس هوایي ډگر ته د رارسیدو سره سم د هوایي ډگر مسؤلو امنیتي مقاماتو له خوا ونیول شول.

ددې کورنۍ مدافع وکیلانو ویلي دي چې تر اوسه معلومه نده چې ولي پولیسو له دې کورنۍ سره دا ډول چلند کړی دی. ددې کورنۍ هویت چې میړه، ښځه او درې ماشومان دي تر اوسه نه دی افشا شوی. مدافع وکیلانو ویلي چې دا کورنۍ باید هیڅکله هم نه وای توقیف شوې.

له توقیف وروسته ددې کورنې له غړو نه ۴٠ ساعته تحقیقات شوي دي. ددې کورنۍ پلار په افغانستان کې میشتو امریکایي سرتیرو سره کار کړی و، او په همدې خاطر د هغه کورنۍ ته د امریکا متحده ایالاتو ته د راتگ خاصه ویزه ورکړل شوې وه.

امریکايي مقاماتو په دې هکله جزییات نه دي څرگند کړي او یواځې دومره یې ویلي چې دې کورنۍ ته یې پاسپورتونه بیرته سپارلي دي.

مسؤلو مقاماتو ویلي دي چې ددې کورنۍ قضیه به د اپریل د میاشتې په پنځمه د واشنگټن د سیاتل په ښار کې بیا وڅیړل شي او پریکړه به وشي چې آیا دغه کسان په امریکا کې د اوسیدو مستحق دي او که نه؟

د امریکا متحده ایالاتو ته د مهاجرت ځانگړې ویزه د امریکا د کانگرس له لورې تصویب شوې او هغو افغانانو او عراقیانو ته ورکول کیږي چې په دغو دوو هیوادونو کې میشتو امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG