د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسي جرگې ځوانانو ته د مهاجرت نوی قانون منظور کړ


د امریکا ولسي جرگې ځوانانو ته د مهاجرت نوی قانون منظور کړ

د امریکا ولسي جرگې ځوانانو ته د مهاجرت نوی قانون منظور کړ

د امریکا د کانگرس ولسي جرگې نن یوه نوې قانوني مسوده منظور کړه چې د هغې له مخې اوس هغه ځوانان چې په خارج کې زېږېدلي دي د امریکا تابعت حاصل کاندي. خو څارونکي په دې نظر دي چې په مشرانو جرگه کې یې نهایي منظوري ډېره گرانه خبره ښکاري.

ددې مسودې هدف دادی کوم ځوانان چې مور او پلار یې په غېر قانوني توگه امریکا ته راغلي دي او په هغه وخت کې یې عمر د ١٦ کلونو نه زېات نه ؤ، که په امریکايي کالجونو کې شامل شي او هم د امریکا په پوځ کې دوه کاله خدمت وکړي نو بیا کولی شی چی دامریکا د تابعت دپاڼو د اخیستلو لپاره درخواستونه ورکړي.

ولسی جرگې دغه مسوده په ٢١٦ موافقو رایو او ١٩٨ مخالیفو رایو منظوره کړه. جمهور رئیس بارک اوباما ددې پرېکړې هرکلی کړی دی. هغه په خپله ېوه خپره شوې بیانیه کې وویل چی د امریکا لپاره دا یو مناسب اقدام دی.

د دې قانون مخالیفان واېي چې د غیر قانوني مهاجرو اولادونه به د امریکا تابعت دکالجونو په لوستلو او په پوځ کې د خدمت کولو له لاره ډېر په چټکئ سره لا سته راوړي، مگرکوم خلک چې په قانوني ډول دې ملک ته راغلي دي اولادونه ېې دغه حق نه لري.

XS
SM
MD
LG