د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مسلمانان د ټرمپ پر ضد شکایت کوي


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ دوه فرمانونه لاسلیک کړي دي چې له مخې یې غواړي د خپل هېواد امنیت خوندي کړي.

په یو فرمان کې یې د نامعلومې مودې لپاره امریکا ته د سوریې د مهاجرینو پر راتگ بندیز لګول شوی دی.

فرمانونه چې سرلیک یې "متحدو ایالتونو ته د بهرنیو ترهګرو د راتک په مقابل کې د ملت ساتنه" دی، د جمعې په ورځ لاسلیک شوي دي.

فرمانونو کې له اړوند اداو غوښتل شوي چې د " خاص اندېښنې وړ هېوادونو" اتباعو ته د امریکا ویزه ورنکړل شي.

جمهور رئیس ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي هغه کسان امریکا ته راتللی شي چې ددغه هېواد ملاتړ وکړي.

ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شنبې په ورځ [جنورۍ ۲۸] تمه وښوده چې متحده ایالتونه د هغو کسانو په ساتنه کې چې له شخړو او زورزیاتیو تښتي، خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او د مهاجرت نړیوال سازمان په خپلې ګډې اعلامیې کې لیکلي دي چې تر بل هر وخت مهاجرین او پناه غوښتونکي مرستو ته اړتیا لري.

د ټرمپ فرمان پر ضد دعوا

د امریکا د اسلامي اړیکو شورا د ټرمپ د هغه فرمان په غبرګون کې چې دغه هېواد ته یې د ځېنو مسلمان هېوادونو د وګړو پر راتګ محدودیتونه لګولي، د دوشنبې په ورځ [جنورۍ ۳۰] د ویرجینیا ایالت په یوه محکمه کې شکایت ثبتوي.

د اسلامي اړیکو شورا په امریکا کې د مسلمانانو د آزادۍ مدافع ټولنه ده چې یوه موخه یې د اسلام په اړه د خلکو د پوهاوي زیاتول دي.

د یادې شورا حقوقي مسؤله، لینا مصري وایې هیڅ داسې شواهد نشته چې کډوال دې د امریکا ملي امنیت ته خطر پېښ کړي.

هاخوا څارنوال قدیر عباس چې په محکمې کې ددغه شکایت له ثبتولو سره مرسته کوي ویلي چې محکمه دې هغه پریکړه وکړې چې جمهور رئیس ټرمپ یې غواړي- او هغه دا چې حکومت دې د عقیدې پر اساس خلک له یو بل څخه نه بیلوي.

XS
SM
MD
LG