د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو پر سر د اوباما او کانګرس جنجال


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چارشنبې په ورځ د ټکساس ایالت ته سفروکړ او هلته یې د ټکساس د والي ړېک پیري او یو شمیر مذهبي ډلو سره چي د مکسیکو سره په سرحدي سیمه کي کډوالو ماشومانو ته بشري مرستې رسوي وکتل.

ولسمشر هغه انتقادونه رد کړل چي وايي نوموړی تر ټکسازه پوري لاړ خو یو واري سرحد ته ورنغی چي د کډوالو وضیعت له نږدې څخه وویني. ښاغلي اوباما پر کانګرس باندي غږ وکړ چي د تازه زیات شویو کډوالو دپاره دي بودیجه ځانګړې کړي.

ولسمشر اوباما ټکساس ایالت ته په داسي حالت کي ورسیدیْ چي د کانګرس جمهوري غوښتونکي او حتی د خپل ګوند ځیني غړي یې د هغه څخه غواړي چي د مکسیکو سره دي د امریکا ګډې سرحدي سیمې ته یوه پلا ورسي. په دې ورستیو میاشتو کي د ټکساس سرحد ته د مرکزي امریکا څخه په لسګونو زره کډوال چي زیات شمیر یې ماشومان دي راغلي دي.

ولسمشر اوباما سیمې ته تګ رد کړ ځکه هغه وايي نه غواړي سیمې ته د عکس اخیستلو دپاره ولاړ شي او ویې ویل چي د حکومت مامورین یې څو ځلي سیمې ته تللي دي او وضیعت یې له نږدې نه څارلی دی چي څه شي ته په سیمه کي اړتیا شته.

ولسمشر اوباما داسي وویل ،،هغه کسان چي وايي زه باید سرحدي سیمې ته ورسم کله چي تاسو پوښتنه ځیني وکړیْ چي څه شي باید وکړي هغوي به ماته هغه څه ووايي چي ما د مخه لا په قانوني لایحې کي پیشنهاد کړي دي چي باید ترسره شي. ،،

د ولسمشر اوباما د لایحې په ترڅ کي د کانګرس څخه غوښتل شوي دي چي ۳،۷ میلیارده ډالره عاجله بودیجه دي تصویب کړي چي په توقیفګاوو ، د قاضیانو په ګمارلو او د هغو کډوالو په بیرته ستنولو باندي ولګول سي چي د مهاجرت دپاره موجه دلیل ونلري. د ولسمشر په وینا په دې ډول به د سرحداتو امنیت تامین شي.

سیمې ته د ولسمشر اوباما پر سفر ټینګار

خو پر ولسمشر باندي انتقاد کونکي بیا لکه د ټکساس ایالت څخه جمهوري غوښتونکی سناتور جان کورني پر دې باندي ټینګار کوي چي تر هغه وخته پوري به د ولسمشر پر غوښتنې باندي اقدام وکړي چي هغه د ټکساس سرحدي سیمې ته نه وي ورغلی.

ښاغلي کروین داسي وویل ،،یواځي په هغه صورت کي بیا مونږ کولای شو چي د ولسمشر پر پیشنهاد باندي کار وکړو او دا معلومه کړو چي څنګه دا ستونزه حل کولای شو.،،

ښاغلي اوباما د ټکساس د والي ریک پیري سره چي د جمهوري ګوند له خوا ښايي د امریکا د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو یو ممکنه کاندید هم وي ، وویل چي هغه د والي پېري د اندېښنو سره موافق دی. ولسمشر اوباما وویل چي دغو اندېښنو ته به هغه وخت حل لارې پیدا شي چي کانګرس یادشوې عاجله او ځانګړې بودیجه تصویب کړي.

ښاغلي اوباما د ښاغلي پیري نه وغوښتل چي ددغې لایحې د تصویب دپاره دي د خپل نفوذ نه کار واخلي چي د تکساس ایالت استاځي وهڅوي چي په دې برخه کي کار وکړي.

اوباما: بحران په سیاسي لوبو نه حل کېږي

ښاغلي اوباما داسي وویل ،،په بله عباره او ما دا خبره والي پیري ته هم وکړه او هغه دا چي آیا خلګ د سیاسي لوبو سره علاقه لري او که د بحران د حل سره علاقه لري؟ که چیري دوي علاقه لري چي ستونزه حل شي نو دا ستونزه حل کېدلای شي خو که چیري دوي سیاسي لوبو ته ترجع ورکوي نو په هغه صورت کي به دغه ستونزه حل نشي.،،

د یادونې وړ ده چي په دې ورستیو کي والي پيري داسې تبصرې کړي دي چي ګواکي ولسمشر اوباما د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ په قصده نه غواړي چي دا بحران حل سي. خو د ولسمشر اوباما د مهاجرت قانون چي هغه یې هم طرفداره دی اوس په کانګرس کي پروت دی او د کانګرس غړي پرې بیلابیل دریځونه لري او نه یې تصویبوي.

ځیني د چارو کارپوهان په دې آند دي چي د مرکزي آمریکا څخه د امریکا متحده ایالاتو ته د کډوالو زیاتوالی د امریکا د کډوالومخ پر نرمېدو پالیسو له کبله دی او هغه آوازو په خاطر دی چي د امریکا د سرحداتو پولیس ماشومانو ته چي د سرحد څخه ورواوړي سمدستي پناه ورکوي.

خو د ولسمشر اوباما حکومتي چارواکي او د مرکزي امریکا خپلواک ناظرین بیا وايي چي د ماشومان مهاجریدل د غربت او تشدد له امله کېږي چي کورنۍ خپل ماشومان شمال لوري ته د خوندیتوب په خاطر استوي.

XS
SM
MD
LG