د لاس رسي وړ اتصالات

بارک اوباما: امریکا د مهاجرینو هیواد پاتې شوی دی


.
.

ښاغلی اوباما نن د پنجشنبې د ماښام په اتو بجو په سپینه ماڼۍ کې په یوه تلویزیوني وینا کې د امریکا د مهاجرت سیستم مات گډ و باله او ویې ویل هغه څه چې " په اجرایی اقدام سره به پلي شي د غیر قانوني مهاجرینو عمومي عفوه نه ده بلکې هغه څه چې اوس روان دي هغه عمومي عفوه" گڼل کیږي.

د ښاغلي اوباما دغه اجرایی فرمان چې له متحده ایالتونو څخه د نژدې پنځه میلیونو مهاجرو د ایستلو مخه نیسي د ښاغلي اوباما د یو شمیرمنتقدینو په باور عمومي عفوه گڼل کیږي.

د امریکا د متحده ایالتونو په سرحدونو کې د غیر قانوني مهاجرت پر ضد مبارزه او د هغو غیر قانوني مهاجرو ایستل چې جرم یې کړی، د جمهور رئیس په اجرایی پلان کې شامل دي.

ښاغلي اوباما په خپله وینا کې وویل په امریکا کې د غیر قانوني مهاجرینو پاتې کیدل د هغوی پر جرمي سوابقو پورې اړه لري.

د اوباما د فرمان نه نفع وړونکي مهاجر

په کلي توگه هغه کسان چې ددې اقدام څخه گټه اخلي هغه مهاجرین دي چې له پنځو کالو څخه زیاته موده په متحده ایالتونو کې په غیر قانوڼي توگه اوسیدلي دي خو اولادونه یې ددې هیواد اتباع دي او یا په امریکا کې د دایمي اوسیدو قانوني سند لري.

ولسمشر اوباما وویل " که له پنځو کالو څخه مو زیات په امریکا کې ژوند کړی وي او داسې ماشومان لرئ چې د امریکا اتباع دي او یا په دې هیواد کې د دایمي اوسیدو قانوني سند ولري او د مهاجر په توگه نومونه لیکی، د جنایی سوابقو ارزونه تیروئ او غواړی چې د خپل عاید مالیات دولت ته ورکړئ وبه کړای شئ چې په دې هیواد کې د موقتی اوسیدو لپاره پرته له دې چې د ایستلو په اړه په زړه کې ویره او ډار ته ځای ورکړئ، درخواست ورکړئ."

د ولسمشر د اقدام په بنسټ د هغوی د جنایيسوابقو د ارزونې او د هغې د لگښت د ورکولو وروسته، دا کسان په اوس کې کولای شي د دریو کالو لپاره په امریکا کې د کار کولو اجازه ترلاسه کړي.

د مهاجرو د ایستلو د مودې د شاته اچولو لپاره درخواستونه په راتلوونکي کال کې پیل کیږي.

ښاغلي اوباما وویل دا اقدامات چې دې یې ترسره کوي نه یواځې دا چې قانوني دي "بلکې هغه اقدامات دي چې د هر ولسمشر، جمهوري خواه که دموکرات، په تیرو پنځوسو کلونو کې ترسره شوي دي."

د امریکا کانگرس د ٢٠١٢ کال د منځمهاله ټاکنو راپدیخوا د جمهوریخواهانو لاس ته ورغلی دی چې تل یې د اوباما د حکومت له خوا د مهاجرت د قانون د اصلاحاتو په اړه وړاندیزونه رد کړي دي.

ولسمشر اوباما وایي د کانگرس هغه شمیر غړي چې د امریکا د مهاجرت د سیستم د ښه کولو په اړه زما صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوړي او یا په داسې حال کې چې کانگرس په دې هکله ناکام شوی زما عمل چلنج کوي هغوی ته یواځې یو ځواب لرم " او هغه دا چې دا لایحه تصویب کړئ".

ښاغلی اوباما وایي " امریکا په اوس کې او په راتلونکې کې به د مهاجرینو هیواد وي. هغه کسان چې په دې هیواد کې ژوند کوي یو وخت سره پردي وو او د نړۍ له مختلفو سیمو څخه دې هیواد ته راغلي دي."

د امریکا د سنا مجلس چې د ٢٠١٥ کال تر جنورۍ پورې دموکراتان په کې برلاسي دي، څه دپاسه یو کال دمخه یې د مهاجرت د اصلاح قانون چې دواړه گوندونو یې پلوي کړې وه، تصویب کړ، خو د کانگرس د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي گوند مشرانو ددې لایحې په اړه رای گیري وځنډوله.

زیات شمیر جمهوري غوښتونکي په غوسه دي چې ولسمشر د مهاجرت د قانون د اصلاحاتو لپاره قانون جوړونکو ته د مراجعې په ځای یې په مستقیمه توگه د اجرایی اقدام له صادرلو څخه استفاده وکړه.

خو سپینه ماڼۍ وایي بارک اوباما د مهاجرت د قانون د اصلاحاتو لپاره په دې خاطر کانگرس اړخ ته پریښود چې دا هیواد له دې څخه زیات نه شي کولای " د یو مات گوډ سیستم د اصلاح" لپاره انتظار وکړي.

XS
SM
MD
LG