د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن د دونالد ټرمپ د لوړې مراسمو ته تیار دی


د مراسمو جوړونکو ویلي چې ښایي شاوخوا له ۸۰۰ زرو څخه تر ۹۰۰ زرو تنو پورې د لوړې په مراسمو کې گډون وکړي
د مراسمو جوړونکو ویلي چې ښایي شاوخوا له ۸۰۰ زرو څخه تر ۹۰۰ زرو تنو پورې د لوړې په مراسمو کې گډون وکړي

د امریکا د متحده ایالاتو د سترې سیاسي پیښې – د دې هیواد د جمهوري ریاست د لوړې ٥٨ مراسمو – ته یواځې یوه ورځ پاتې ده او د امریکا د ۴٥ منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره تیاری بشپړ شوی دی.

د واشنگټن ډي سي په ښار کې امنیتي تدابیر په ځانگړې توگه د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د مقر په شاوخوا کې چې د جنورۍ په ٢٠ ددې مراسمو د جوړیدو ځای دی، له بل هر څه زیات تر سترگو کیږي.

د امریکا د جمهور رئیس د خاص محافظت اداره چې ددې مراسمو مسؤله ده له میاشتو راهیسې د امنیتي او پوځي ادارو سره هم آهنگي پیل کړې وه او شاوخوا ۵۰۰۰ گمارل شوي امنیتي ځواکونو په تیره یوه اونۍ کې څو ځلې خپلې وظیفې تمرین کړي دي.

که څه هم چې د لوړې مراسم د امریکا د کانگرس په انگړ کې ترسره کیږي، خو تر اوسه لږ تر لږه د کانگرس ٦٠ دموکراتو وکیلانو ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ د لوړې په مراسمو کې گډون نه کوي.

ددغو مراسمو جوړونکو ویلي دي چې ښایي شاوخوا له ۸۰۰ زرو څخه تر ۹۰۰ زرو تنو پورې د ښاغلي ټرمپ د لوړې په مراسمو کې گډون وکړي.

په تاریخي توگه په ٢٠٠٩ کې د جمهور رئیس باراک اوباما د لومړۍ دورې د تحلیف په مراسمو کې تر ټولو زیات شمیر خلک په واشنگټن ډي سي کې راټول شوي وو چې شمیر شاوخوا ١،٨ میلیونو کسانو ته رسیده.

ټاکل شوی وه چې د ښاغلي ټرمپ د لوړې له مراسمو سره جوخت د امریکا له گوټ گوټ څخه په واشنگټن ډي سي کې د ٢٠٠ زرو ښځو په گډون یو ستر لاریون وشي، خو د امنیتي دلیلونو په وجه دغه لاریون د شنبې په ورځ د جنورۍ په ٢١ ترسره شي.

امنیتي تدابیرو نه یواځې د مراسمو د جوړیدو ساحه پوښلې، بلکه ددې سیمې فضا یې هم احتوا کړې ده. د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یولسمې د تروریستي بریدونو وروسته د متحده ایالاتو د کانگرس د مقر په شاوخوا او د سپینې ماڼۍ پر فضا بادنې پرواز کول منع شوي دي.

۱۹۹۳، د بیل کلنتن لومړی تحلیف: شاوخوا ۸۰۰ زره کسان

۱۹۹۷، د بیل کلنتن دوهم تحلیف: شاوخوا ۲۵۰ زره کسان

۲۰۰۱، د جورج بوش لومړی تحلیف: شاوخوا ۳۰۰ زره کسان

۲۰۰۵، د جورج بوش دوهم تحلیف: شاوخوا ۴۰۰ زره کسان

۲۰۰۹، د باراک اوباما لومړی تحلیف: شاوخوا ۱.۸ میلیون کسان

۲۰۱۳، د باراک اوباما دوهم تحلیف: شاوخوا یو میلیون کسان

XS
SM
MD
LG