د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان نن خپله خپلواکي لمانځي


نن د جولای څلورمه د امریکا خلک د خپل هیواد ٢٣۴مه د ازادۍ کلیزه په مختلفو مراسمو او میلو سره لمانځي.

په دغه ورځ په کال ١٩٧٦ کال د امریکا دیارلس مستعمرو د بریتانیې نه خپل استقلال اعلان کړ.

په دی ورځ دخپلواکی داعلامې یادونه کیږی چې د١٧٧٦ م کال دجولای په څلورمه ددیارلسو مستعمرو کانگرس اعلان کړی وه.

دغه کانگرس دجولای په دویمه نیټه له بریتانی نه دخپلواکې داخیستلو په طرفداری رایه ورکړه مگر په واقعیت کې دخپلواکۍ داعلامی جریان تردوورځو پوری بشپړ نه شو چې تامس جیفرسن دکمیټی دغړو ملگرو جان ایډمز ، بنجامن فرینک لن، راجر شرمن او ویلیم ویلنگسټن په مشوره په لومړی سرکې لیکلی وه. په لومړی سرکې دغه لمانځل دپادشاه دزږیدنی په ورځ کیدل چې په کال کې یوځل دزنگونو په وهلو، دلوی اورونو په بلولو، مارشونو او په ویناگانو سره لمانځل کیدل.

دارنگه جشنونو دانگلستان او امریکا او په سیاسی عنعنه کې پوره نقش لوبولی دی. په خاصه توگه په اوه لسمه او اتلسمه پیړۍ کې کورنیو او مذهبی جنجالونو دبریتانیه امپراطوری او داروپا زیاته برخه لړزولی وه،د دارنگه تاریخې پیښو لمانځل څرگندی سیاسی معنئ گانی لرلی.

دپادشاه او دنورو وطن پالو اتلانو دسر په سلامتی دغږ پورته کولو دود یا په دوی باندی انتقاد کول یو ډول غیر رسمی ویناشوه ، په اتلسمه پیړۍ کې بیا زیاته رسمی شوه چې ددغې سرسلامتی دود بیا په هوټلونو اومیلمستیاگانوپه ورکولوسره پیل شو او په ورځپاڼوکې ئې رپوټونه خپریدل.

داولسوه شپیتو او اولسوه اویا په لسیزو کې چې په مستعمرو کې دانقلابی تحریک په لومړیوپړاونوکې وطن پالو له دارنگه لمانځلو نه کاراخیسته چې دپارلمان د قوانینوسره خپل مخالفت اعلان کړی.

په داسی حال کې چې پادشاه ئې دانگریزانودآزادیو دواقعی مدافع په حیث ستایه . لیکن په ١٧٧٦ م کال کې چې دخپلواکی دلمانځلو لومړی ورځی وی په ډیرو ښارگوټوکې په ملنډوسره دپادشاه جنازه واخیستل شوه چې دهغه مرگ دپادشاهی او استبداد په ختمیدو او دآزادی په زږیدوباندی دلالت کاوه .

دجمهوریت په لومړیو کلونو کې دخپلواکی ورځ په رسم گذشتونو، ویناگانو او سرسلامتیو باندی دنوی هیواد موجودیت لمانځل کیده . دغو دودونو په فدرالی سیاسی نظام کې مهم رول ولوباوه. غیررسمی گوندونو دمشرانو او مؤکلینولپاره دلیدنی کتنی موقع پیداکړه چې دخپلواکی او هغو موضوعاتو لپاره محلی او ملی رقابت وشی چې ملی حکومت ورسره مخامخ دی.

د ١٧٩٠ دلسیزی ترنیمائې پوری دوه نویو سیاسی گوندونو په اکثرو لوی ښارگوټو کې دخپلواکې دورځی جشنونه جلاجلا نیول . ښائې چې همدا دلیل وی چې دخپلواکی ورځ دیولړ لمانځلو لپاره یوه نمونه وی چې ځینی وخت ورنه سیاسی تمائل څرگندیږی لکه دواشنگټن دزږیدنی او دجیفرسن دجمهوری ریاست دکلیزی لمانځل په داسی حال کې چې هغه د١٨٠١ نه تر١٨٠٩ پوری دجمهورریئس په حیث وظیفه سرته رسولی ده .

په نولسمه پیړۍ کې دخپلواکې دورځی لمانځل یوه جدی موقع وه او ځینی وخت ورباندی ملنډی وهل کیدی. په همدی دوره کې عوامی او پخپله ډیموکراتیک سیاسی جریان زیات شو. دامریکائې ټولنی په وده او متنوع کیدو سره دخپلواکی دورځی لمانځل دوطن پالنی یو دود شو چې نه یوازی سیاسی گوندونه بلکه ډیری ډلی ئې ادعاکوی.

دفراغت په زیاتیدو سره دجولای څلورمه دمنځنی اوړی رخصتی شوه.پدی وخت کې خلک ډیر شراب څکی او په اتشبازیو کې ډیر کسان زخمیان کیږی نو هماغه وچې دنولسمی پیړۍ په اخراو دشلمی پیړۍ په سرکې اصلاح غوښتونکی وهڅیدل چې د ژغورنی او معقولیت په نامه دجولای دڅلورمی تحریک جوړکړی.

د شلمی پیړۍ په اخرکی که څه هم چې دا دملی رخصتی په حیث په رسم گذشتونو، کانسرتونو، دوطن پالنی په موسیقی او په اتشبازیوسره لمانځل کیدله خو دخپلواکې ورځ هغه اهمیت له لاسه ورکړ چې سیاست به پکی کیده. دا دملی قدرت او په خاصه توگه دامریکا داجتماعی موقف قوی سمبول دی چې حتئ امریکایان ددی آزادی لری چې پدی ورځ په کور کی پاتی شی او کباب پوخ کړي.

XS
SM
MD
LG