د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلینټن: پاکستان باید چی د تروریزم سره په جگړه کي ډیر څه وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وایي چي پاکستان باید چی د تروریزم سره په جگړه کي ډیر څه وکړي او دا چي امریکا دې ته متعهده ده چي په پاکستان کي دیره تروریستي ډلي چي امریکا، افغانستان او نورو متحدانو ته یې گواښونه کوي، پسې واخلي.

هیلري کلینټن پرون د سه شنبې په ورځ په نوي ډهلي کی د هند د بهرنیو چارو د وزیر ( ایس. ایم. کریشنا ) سره وکتل او وروسته یې خبریالانو ته وویل چي امریکا او هند په خپلو خاورو کي د تروریزم « په غمجنو پېښو او حالاتو » ښه پوهیږي. هغې دا هم وویل چي تروریستانو په خپله په پاکستان کي هم ٣٠ زره پاکستانیان وژلي دي.

هغې وویل چي « موږ د پاکستان حکومت ته گورو چي ډیر څه وکړي. او هغه باید دا یقین حاصل کړي چي تروریستان یې د خاوري نه په نورو ملکونو باندي د حملو د پاره استفاده نه کوي، چي په دې کي خپله په پاکستان کي حملې هم شاملي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن مخکي په کلکته کي ویلي و چي پاکستان د امریکا او هند د هغو غوښتنو په اساس اقدامات نه دي کړي چي د پاکستاني تروریست ( حافظ محمد سعید ) د نیولو او د هغه د محاکمې کولو په اړه یې کړي دي. په حافم محمد سعید باندي دا تور لگیدلی دی چي په ٢٠٠٨ کال کي یې په مومباي کي په تروریستي حمله کي چي ١٦٦ کسه په کي ووژل سول برلاس درلود. هیلري کلینټن د هغه د نیولو د پاره د لس ملیون ډالرو انعام ایښی دی.

هیلري کلینټن پرون وویل چي امریکا او هند دې ته اړ دي چي په امنیتي چارو کي همکاري زیاته کړي او دا چی دغه دواړه هیوادونه دا گډ هدف هم لري چي ایران باید ذروي وسله ترلاسه نه کړي.

XS
SM
MD
LG