د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن او کریشنا پاکستان د ترهګرﺉ خلاف کلکې مبارزې ته وهڅاوه


کلنټن او کریشنا پاکستان د ترهګرﺉ خلاف کلکې مبارزې ته وهڅاوه
کلنټن او کریشنا پاکستان د ترهګرﺉ خلاف کلکې مبارزې ته وهڅاوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلری کلنټن وایي چې امریکا او هند د تشدد پسندو او تندلارو شبکو په خلاف په مبارزه کې او د داخلي امنیت د مسایلو په اړه د ګډ کار کولو په سر سره متحد دي.

میرمن کلنټن دغه خبرې ورسته له دی نه وکړه چی نن یې نوي ډهلی ته خپل دوه ورځنی سفر پيل کړ.

میرمن کلنټن به د امریکا او هند تر منځ د سیاسي او اقتصادي مناسباتو د پیاوړي کولو په سر د هندي چارواکو سره خبرې وکړي.

هغې نن د هندوستان د ملي امنیت د مشاور، شیواشنکر مینون سره وکتل او همدا راز یی په پلان کی وه چی د یو شمیر لوړپوړو چارواکو سره چی په دوی کی د هند صدراعظم من موهن سنګ او د کانګریس د ګوند مشره سونیا ګاندي هم شامله ده خبرې وکړي.

هېلری کلنټن او کرېشنا دواړو پاکستان دېته وهڅاوه چې د ترهګري په له منځه وړلو کې ډیر کار وکړي.

میرمن کلنټن وویل چې په دې ورستیو کې د هندوستان په مالي مرکز ممبی کې د دریو چاودنو کیدل د تندلارو سره د مقابلې اهمیت لا ښکاره کړ. په دغو چاودنو کې ۱۹ کسان ووژل سول او ۱۳۰ نوربیا ټپیان شول.

هغی همداراز د مالي همکاریو د پیاوړي کولو په ضرورت هم تاکید وکړ او د آزاد مارکیټ او په هندوستان باندی د امریکایي وسلو د خرڅلاو د ډیرولو ږغ هم وکړ.

میرمن کلنټن وویل چې امریکا خوشحاله ده چې هندوستان او پاکستان په خپلو کی خبرې بیرته پیل کړي. هغی زیاته کړه چی د دغو دوو ملکونو تر منځ د اعتماد په راوستلو کی تر ټولو امید ورکوونکې لاره ده.

XS
SM
MD
LG