د لاس رسي وړ اتصالات

هولبروک د هند د تشویش د ختمولو هڅه کوي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا استازی ریچارډ هولبروک کوښښ کوی د امریکې او پاکستان تر منځ د پراخېدونکي ملگرتیا او په افغانستان کې د اسلام اباد د مخ په زیاتیدونکي رول په اړه چې د هند د حکومت سره کوم تشویشونه راپیدا شوي دي رفع یې کړي.

سفیر ریچارډ هولبروک نن په نوي ډهلي کې وویل چې پاکستان سره د امریکې د ډیرې نژدې انډیوالئ او دوستئ په وجه د سیمې د امنیت په باب د هند رول او رسوخ نه کمزوری کیږي.

هولبروک وویل د پاکستان د مرستې او شرکت نه پرته د افغانستان وضع ښه کیدلی نه شي خو هند هم په دې ارتباط مهم رول لري چې ویې لوبوي.

هند د افغانستان د حکومت او طالبانو په منځ کې د روغې جوړې د پلان په اړه ډیرې اندیښنې لري ځکه چې د طالبانو سره د سولې په پروسه کې پاکستان ته زیات اعتبار ورکول کیږي.

هند د پاکستان سره د کشمیر په سر زړه لانجه لري؛ درې وارې یې جنگ کړی دی او د ډیرو کلونو نه را په دې خوا یو د بل سره دښمني لري.

XS
SM
MD
LG