د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د څار پروګرامو تروریستي توطعې خنثی کړي


د امریکا استخباراتي مامورین وايي چې د حکومت د څار جنجالي پروګرامونو په امریکا کې د لسګونو تروریستي پېښو او د نړۍ په نورو برخو کې د ۲۰ نه زیاتو ترورستي دسیسو مخه نیولې ده.

د امریکا استخباراتي ادارو د شنبې په ورځ وروسته له هغه نه نوي محرم معلومات افشا کړل چې د کانګرس غړو د حکومت د څار د پروګرامونو په هکله او د دغو پروګرامونو د موثریت په هکله د لازیاتو جزیاتو غوښتنه وکړه.

په ریپوټونو کې راغلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې د سلګونو میلیونو ټلفوني تماسونو له جملې څخه یواځي ۳۰۰ تماسه یې د نورو جزیاتو او معلوماتو په خاطر د استخباراتي سازمانونو له خواه څارل شوي دي.

دا چي د حکومت د څار د پروګرامونو په لړ کې د کومو ترویستي پیښو او د نړۍ په کومو هیوادونو کې ددغو پښو مخنیوی شوی دی، یادشویو استخباراتي سازمانونو څه نه دي ویلي.

خو د امریکا استخباراتي مامورینو ویلي دي چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې د مشر جنرال کیډ الکساندر د خبرو سره سم پر دې کار کوي چې د هغو په لسګونو تروریستي توطعو په هکله محرم معلومات په مطبوعاتو کې خپاره کړي، چې د دغو پروګرامونو په مرسته شنډ شوي دي ترڅو امریکایان یې په ارزښت پوه سي. خو دوي وايي چې پر دې کار کوي چې معلومات په داسي ډول خپاره کړي چې په لړ کې یې د امریکا د ترهګرۍ ضد پلانونه افشا نسي.

دغه استخباراتي مامورین وايي چې د ان اس ای یا د ملي امنیت د ادارې پروګرامونه هره درې میاشت د یوې سري محکمې له خوا چې د بهرنیو استخباراتو د څارلو د یوه قانون پر بنسټ تشکیل شوې ده، مرور کېږي. ددغه پروګرام په لړ کې د مشکوکو تروریستي اړیکو په خاطر یواځي د ځینو د تماسونه نیټه او وخت څارل کېږي.

دوي دا هم وايي چي راغونډ سوي معلومات هر پنځه کاله وروسته بیرته له مینځه وړل کېږي.
XS
SM
MD
LG