د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې زده کړې؛ یو کال کې یو میلیون زده کوونکي


د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې شاوخوا یو میلیون بهرنیو زده کوونکو د متحدو ایالتونو په اړوندو ښوونیزو مرکزونو کې نوم لیکنه کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې په دغه شمیر زده کوونکي د زده کړو لپاره امریکا ته راځي.

هاخوا ځینو تعلیمي مؤسسو او زده کوونکو اندیښنه ښودلې ده چې د چین او یو شمیر نورو هېوادونو په اړه د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څرګندونې به ښايې په امریکايي پوهنتونونو کې د بهرنیو زده کوونکو پر شمولیت منفي اغیزې وکړي.

د انتخاباتو پر مهال د مهاجرت او د امریکا د ویزو په تړاو د ټرمپ بیاناتو ځيني بهرني زده کوونکي او هغه کسان چې غوښتل امریکا ته د زده کړو لپاره راشي، اندېښمن کړي دي.

ایریکا وانګ د هغو شپږ زرو بهرنیو زده کوونکو له جملې څخه ده چې د نیویارک په بفلو پوهنتون کې زده کړې کوي.

وانګ وایې چې هغه د ټرمپ ژمنو ته په تمه ده څو وګوري چې د امریکا د نوې ادارې پالیسۍ پر زده کوونکو څه اغیز پرې باسي.

په امریکا کې د لوړو زده کړو مسؤلین بیا د انتخابات کمپاینونو او د حکومت د بنسټیزو پالیسو ترمنځ توپیر ته په اشارې د زده کوونکو اندېښنې نه مني.

په امریکایي پوهنتون کې د نړیوالو زده کوونکو د نوم لیکنې څانګې مشره، ایفلین لفینسون وایي چې اړوند مامورین یې په پوهنتون کې د زغم پیغام خپروي او له شته زده کوونکو غواړي چې راتلونکو محصلینو ته ښه راغلاست ووایي.

د نورو هېوادونو په پرتله چین زیات محصلین امریکا ته د زده کړو لپاره ليږي. په دویم کتار کې د هندوستان او ورپسې د سعودی عربستان زده کوونکي د امریکا په پوهنتونو کې لوړې زده کړې کوي.

امریکا کې میشت د نړیوالو زده کړو د انسټیټیوټ مسؤلین پدې باور دي چې د ټرمپ د ادارې د کار په پیل سره به د نړیوالو زده کوونکو نوم لیکنه زیانمنه نشي.

ددغه انسټیټیوټ مشر، آلن ګوډمن وایې له هغه ځایه چې د امریکا د لوړو زده کړو سیسټم په ایالتي کچه سمبالیږي نو د پوهنتونونو له خوا د محصلینو د جذلولو په کار کې د مرکزي حکومت پالیسۍ لږه اغیزه لري.

XS
SM
MD
LG