د لاس رسي وړ اتصالات

آمریکايي هیت د احمدي نژاد د خبرو پروخت تالار پرېښود


پرون په نېویارک کې دملگرو ملتونو دعمومي اسمبلئ غونډې ته داېران دجمهور رېس محمود احمدي نژاد وینا په وخت ، دامرېکا او ېو شمېر لوېدېزو حکومتونو هېتونه وروسته دهغې دتالار نه ووتل چه هغه په خپله وېنا کې ووېل دنړئ ډېر خلک په دې عقېده دي چه دامرېکا حکومت په خپله په کال ېو دپاسه دوه زره مېلادی دسېپټامابر دېوولسمې دحملو مسوولېت په غاړه لري

ښاغلي احمدي نژاد دنړئ هغو مشرانو ته چه دعمومي اسمبلئ په غونډه کی موجود وو ، په خپله وېنا کې ووېل، چې ېواځی دامرېکا دحکومت مامورېن په دې باور دي چه ېوې ټرورېستي ډلې په نېوېارک کې په نړېوا ل تجارتي مرکز او دامرېکا ددفاع دوزارت په ودانئ باندی د حملو تر شا لاس درلوده.

د اېران جمهور رېس ووېل ېوه بله تېوري داده چې په خپله دامرېکا د حکومت دننه ځېنو خلکو دغه حملې ددې لپاره ترتېب کړې وې چې دامرېکا مخ په زوال اقتصاد بېرته راژوندی شی او داسراېلو دولت چې هغه صهېونېستی رژېم وبله ، وژغوري.

داېران جمهور رېس په خپله وېناکې په امرېکا کی دېو شمېر مذهبي ډلو هغو گواښونو ته هم اشاره وکړه چه دقران کرېم دنسخو دسوځولو په ارتباط ېې کړي وو ا و وېې وېل چې دا ېو شېطاني عمل دی.

هغه دخپلې وېنا په دوران کې دقران کرېم او انجېل نسخې په ولاس کې نېولی وې او وېې وېل چه داېران خلک د دواړو ادېانو احترام ساتي.

داېران د جمهور رېس دوېنا په ځواب کې په ملگرو ملتونو کې دامرېکا استازو څو دقېقې وروسته خپل عکس العمل څژگند کړ او وېې وېل په ځای ددې چې داېران د ولس دارمانونو نماېندگي وکړي، ښاغلي احمدی نژاد ېو وار بېا په امرېکا باندې دحملو په اړه دتوطې تېوري ېاده کړه او هم ېې دېهودو په خلاف خپله کرکه څرگنده کړه.

XS
SM
MD
LG