د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د هورمز تنګي په هکله د امریکا خبرداری رد کړ


ایران د هورمز تنګي په هکله د امریکا خبرداری رد کړ

ایران د هورمز تنګي په هکله د امریکا خبرداری رد کړ

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران تر منځ لفظي جګړه دوام لري، د اېران حکومت نن د امرېکا دا خبرادری رد کړ چې واېې که اېران د هورمز په سټراتیژیکې او مهم تنگي کې د تېلو د بیړیو انتقال مخه ونېوله نو دغه اقدام به د جګړې اعلان وگڼل شي.

داېران نېمه رسمي د فارس خبري اژانس د پاسداران انقلاب د عمومي قوماندان حسین سلامي له قوله راپور ورکړ چې اېران کولې شي چې دهغه په وېنا خپلې دفاعي سټراتېژي عملي کړي.

داېران مشرانو گواښ کړې و که چېرې لوېدېځ قدرتونه د اېران دتېلو دصادراتو دبندولو کوښښونه شروع کړي نو اېران به ېې په ځواب کې د فارس په خلېج کې دهورمز تنگی دلوېدېځو قدرتونو د تجارتي بیړیو په مخ وتړي.

لویدیځو ملکونو د اېران د اټومي پروگرم په سر د راپورته شوي جنجال له امله څو ځلې اقتصادي بندېزونه لگولي ، خو د تیلو صادرات ېې دوام لري.

د نړۍ د تیلو درېمه برخه هره ورځ د فارس د خلېج نه د هورمز دتنگي په لاره باندې انتقالېږي او که اېران خپل گواښ عملي کړي نو په نړېواله سطحه به په مارکېټونو کې د خامو تېلو بېه ډیره زېاته لوړه شي او په موقتي ډول به ېې اکمالات وځندېږي.

دامرېکا د دفاع وزارت واېې چې د اېران له خوا به د هورمز د تنگي تړل هیڅکله ونه زغمي. تیل داېران د ملي عواېدو بنېادي زرېعه ده. اروپاېې اتحاد واېې چې په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه پرېکړه وشي چې د اېران دتېلو په صادراتو باندې بندېزونه ولگوي او که نه.

په بحرین کې دامرېکې د سمندري پوځ دپنځمې قوې ېوې وېاندې امرېکا غږ ته د اېمېل په وسېله ووېل چې د هرموز تنگی په نړېواله سطحه د تجارتي مالونو د انتقالولو او دسېمې د سولې او ثبات لپاره حېاتي اهمېت لري او دامریکا سمندري پوځونه چمتو دي چې ددغې لارې دبندولو لپاره داېران د هر ډول ناوړه اقدام ځواب ورکړي.

له بلې خوا دAP خبري اژانس نن د سعودي عربستان د حکومت د مامورانو له قوله راپور ورکړ که د اېران پرخلاف د نوو بندېزونو د لگېدو په وجه د خامو تېلو اکمالات کم شي نو د خلیج دهمکارۍ سازمان چمتو دي چې اضافي تیل تولېد کړي او بازار ته ېې عرضه کړي.

XS
SM
MD
LG