د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یو کس امریکا ته د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم کړ


ایران یو کس امریکا ته د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم کړ
ایران یو کس امریکا ته د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم کړ

د ایران یوې محکمې هغه کس د مرګ په جزا محکوم کړی دی چې پرې دا تور و چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا د سي آی اې دپاره یې کار کاوه.

د ایران نیمه حکومتي خبري آژانس فارس نن د دوشبنې په ورځ خبر ورکړ چې د امیر میزايي حکمتي پر ضد قضاوت د سی ای اې سره د هغه د اړیکو او د دښمن هیواد سره د همکارۍ په خاطر وشو.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت د هغه د آزادیدیدو غوښتنه کړې وه او ویل یې چې پر هغه باندي د جاسوسۍ د تور لګول بې اساس دي او ایران په دې برخه کې پخوانی سابقه لري چې بې ګناه بهرنیان د سیاسي ملاحظات په خاطر نیسي او بندیان کوي يي.

د ډیسمبر په میاشتې کې د ایران حکومتي تلویزون د هغه کس ویډیو ښکاره کړه چې حکمتي نومیدی او د امریکا د اریزونا په ایالت کې په یوې ایرانۍ کورنۍ کې زیږیدلی و.

په ویډیو کې ویل کېږي چې هغه د افغانستان او عراق په نظامي اډو کې د امریکایانو له خوا په ځانګړې توګه روزل شوی و او په ویډیو کې هغه اقرار کوي چې ایران ته د یوه خاص مقصد دپاره لېږل شوی دی چې ځان د ایران په استخباراتو کې دننه کړي.

XS
SM
MD
LG